د ملي امنیت څارنوالۍ ۱۸ کاري دفترونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۷/۲۶ - ۱۶:۳۹

ملي امنیت څارنوالۍ د بریتانیا سفارت په مالي لګښت ۱۸ کاري دفترونه چې د روان کال د تلې پر ۲۶ يې جوړېدو چارې پای ته ورسېدې، ګټې اخیستنې ته وسپارل. پر نوموړیو کاري دفترونو شاوخوا ۳۰۰  زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

د یادو شویو کاري دفترونو په پرانیسته کې د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون، د ملي امنیت څارنوالۍ رییس څارنیار شمس الله احمدزي، د بریتانیا سفارت استازې او ګڼو نورو رییسانو ګډون کړی و.

په نوموړې پرانیسته کې وحیدالدین ارغون د دغو کاري دفترونو د جوړولو لپاره د بریتانیا د مالي ملاتړ نه په مننې سره زیاته کړه، چې لویه څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کلک هوډ لري او د دغې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره يې جدي مبارزه پيل کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال د دغې ادارې په تشکیل کې د ښځینه کارکوونکو تعداد ته هم پوره پام شوی او تر پخوا يې شمېر زیات شوی دی.

بلخوا د ملي امنیت څارنوالۍ رییس څارنیار شمس الله احمدزي د نوموړیو کاري دفترونو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه، چې د یادو شویو دفترونو په جوړولو سره به د دغې ادارې د څارنوالانو د کارونو په تنظیم کې ښه مرسته وکړای شي.

ښاغلي احمدزي همداراز زیاته کره، چې د شعبو د زیاتوالي لپاره نوموړیو دفترونو ته جدي اړتیا لیدل کېده.

له دې سره سم د بریتانیا سفارت استازې له دغې ادارې سره د نورو مرستو ژمنه وکړه او ټینګار يې وکړ، چې له ورته مرستو به مخ نه اړوي.

د یادونې وړ ده، دا کاري دفترونه په اړتیا وړ وسایلو سمبال او د دغې ادارې د څارنوالانو لپاره د ګټې اخيستنې لپاره په بشپړه توګه چمتو دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS