د ناعلاجه زنداني ناروغانو د وضعیت څېړنې په موخه ناسته وشوه

دا ناسته د لوی څارنوال د تحقیق چارو د مرستیال ښاغلي نورحبیب جلال په مشرۍ؛ د ناعلاجه ناروغیو د تشخیص کمېسیون د غړو، د ملي امنیت د عمومي ریاست، داخلې وزارت، د توقیف خونو او محبس عمومي ریاست، د پولیسو روغتیايي ریاست د استازو او د لویې څارنوالۍ د ځينو رئیسانو په ګډون، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر ۲۱ د ښاغلي جلال دفتر کې ترسره شوه.
په دغې ناسته کې د ناعلاجه زندانی ناروغانو د ناروغیو د تشخیص او پېژندنې په برخه کې پر شته ننګونو او نا علاجه ساري نارغیو بحث وشو.
د ناستې ګډونوالو د دغو ناروغیو د پېژندې بهیر پر چکټکتیا، تر حده د هغوی پر علاج او تر پېژندنې وروسته په چټکۍ سره د نا علاجه ناروغو بندیانو پر ازادۍ ټینګار وکړ. دوی د هغه ناروغانو په تړاو چې په ساري نارغیو اخته دی زیاته کړه، دا ناروغان دې د روغتیایي کمېټې له تشخیص او د ناعلاجه ناروغیو کمېسیون له تائید وروسته تر هغه قرنطین شي، څو بشپړه روغتیا ترلاسه کړي.
د یادې ناستې ګډونوالو د څرخي پله زندان د ننه د ۵۰ بستریز روغتون پر فعالیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ورته زندانیانو د سم تشخیص او تداوۍ په موخه دې دغه روغتیایي مرکز په پوره امکاناتو، تجربه لرونکي روغتیايي ټيم او مناسبه بویجه سمبال شي.
د توقیف خونو او محبس عمومي ریاست د استازي په خبره، د دغه روغتیايي مرکز تشکیل د جمهوري ریاست له خوا منظور شوی او د ودانۍ کارونه یې هم ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي. تمه ده په ۱۳۹۹ کال ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
دوی پر ټیګار سره وویل، هغه ناروغان چې د تشخیص په موخه له هېواد بهر ته استول کېږي، باید د لګښتونو د ورکړې مرجع یې هم معلومه شي.
د ناستې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د یوې هر اړخېزه کړنلارې په جوړنې سره باید د هرې څانګې مکلفیتونه او د اجرااتو موده مشخصه شي، څو د تشخیص او د ناعلاجه ناروغانو د ازادۍ بهیر په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري ریاست د ۳۰۸ ګڼې فرمان پر بنسټ چې د ۱۳۹۶ کال د وږي پر ۱۴ صادر شوی، د جزایي اجرااتو قانون په ۳۵۰ ماده کې پنځمه فقره زیاته شوې ده. دې فقره کې راغلي: «د اړونده کمېسیون له تشخیص وروسته ناعلاجه محبوسین د یادې مادې د دویمې فقرې له حکم، له نشه یي توکو سره د مبارزې قانون د ۶۰ مادې دویمې فقرې له حکم چې د ۱۳۸۶ کال په ۱۲۸۶ ګڼه رسمي جریده کې هم نشر شوې او نورو ورته قوانیو له احکامو مثتثنی دي.» د نړویوالو قوانینو او د جزایي اجرااتو قانون د ۳۵۰ مادې پنځمې فقرې له مخې ناعلاجه ناروغان حق لري د خپل عمر وروستۍ ورځې د خپلو کونیو له غړو سره تېرې کړي.