د نظامي سکټور کمېټې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو له ستر معینیت سره ولیدل

yama_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۵:۳
ستره محکمه ستر معینیت

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د نظامي سکټور کمیټې غړو چې مشري یې مولوی نجیب‌الله انوري کوله، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت معاون لوی پاسوال محترم الحاج ملا عطاالله انوري سره تعارفي ناسته وکړه.

دا غونډه چې د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال المکرم پر ۱۶ وشوه، د یاد وزارت چارواکو ته د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼې فرمان په تړاو اړین او هراړخیز معلومات وړاندې شول.

د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼه فرمان چې په دې وروستیو کې صادر شوی، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په تړاو پکې معلومات وړاندې شوي دي.

د دې ناستو موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو له پلیتابه ډاډ ترلاسه کول او په دې تړاو ټولو دولتي او غیردولتي ادارو ته معلومات ورکول دي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت چارواکو د فرمانونو او حکمونو لوی ریاست له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د امیرالمومنین ټول فرمانونه او حکمونه به په ښه ډول عملي او په دې برخه کې به په هراړخیزه همکاري وکړي.

ياده دې وي، چې د ا.ا.ا مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست ته دنده سپارلې، چې په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره په ملکي، نظامي او خصوصي سکټور کې د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د پلي کېدا څرنګوالی وڅاري او راپور يې مشرتابه ته وړاندې کړي.

په همدې موخه دغه لوی رياست په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره بېلابېلو سکټورونو لپاره کمېټې جوړې کړې دي او د فرمانونو او حکمونو د تعقيب لړۍ روانه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS