د نظامي سکټور کمېټې غړو د کورنیو چارو وزارت له ځینو چارواکو سره ولیدل

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۱:۲۷
کمیته

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د نظامي سکټور کمیټې غړو چې مشري یې مولوی نجیب‌الله انوري کوله، د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی ریاست له عملیاتي معین محترم مولوي عنایت‌الله، ترافیک پولیسو ریاست عمومي رییس پاسوال حسیب‌الله مختار او حقوقو ریاست له عمومي رییس محمدسلیم حقاني سره په جلا ډول تعارفي ناستې وکړې.

دا ناستې چې د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال المکرم پر ۱۱ وشوې، پکې د یاد وزارت چارواکو ته د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼې فرمان په تړاو اړین او هراړخیز معلومات وړاندې شول.

د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼه فرمان چې په دې وروستیو کې صادر شوی، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په تړاو پکې معلومات وړاندې شوي دي.

کمیته

د دې ناستو موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو له پلیتابه ډاډ ترلاسه کول او په دې تړاو ټولو دولتي او غیردولتي ادارو ته معلومات ورکول دي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت چارواکو د فرمانونو او حکمونو لوی ریاست له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د امیرالمومنین ټول فرمانونه او حکمونه به په ښه ډول عملي او په دې برخه کې به په هراړخیزه همکاري وکړي.

کمیته

ياده دې وي، چې د ا.ا.ا مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست ته دنده سپارلې، چې په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره په ملکي، نظامي او خصوصي سکټور کې د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د پلي کېدا څرنګوالی وڅاري او راپور يې مشرتابه ته وړاندې کړي.

په همدې موخه دغه لوی رياست په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره بېلابېلو سکټورونو لپاره کمېټې جوړې کړې دي او د فرمانونو او حکمونو د تعقيب لړۍ روانه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS