د نفتي موادو د تصدۍ پخوانی رييس په درې کاله بند او د ۵۷۴ زره او ۲۲۱ امریکایي ډالرو نقدي جزا پر ورکړې محکوم شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۰:۵

د نفتي موادو د تصدۍ پخوانی رييس عبدالولید تمیم د عبدالرحیم زوی له واکه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتداییه محکمې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي پر پنځمه محاکمه کړ.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر بنسټ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اړتیا له مخې ۸۰۰۰ ټنه اوبلن ګاز اخیستو په موخه له حکومتي ادارو جوړ ګډ پلاوی ټاکي او له ترکمنستانه یاد شوي ګاز اخلي؛ تر څو یاد ګاز د ۹۳، ۹۴، ۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کې د تصدۍ ریاست له خوا په اړوندو ادارو وپلوري.

له بررسۍ وروسته په ډاګه کېږي، چې ۱۰۶۶ ټنه اوبلن ګاز د تصدۍ ریاست له خوا په وخت پلورل کېږي او متباقی د ضایعاتو، کسراتو او خطرونو له پام نیولو پرته په ثابت ډول ساتل شوي دي. دې سره یې د دولت پیسې په راکد ډول ساتلي، چې په پایله کې د نفتي تصدۍ ریاست رييس له خوا په وخت سره د نه عمل له کبله دولت ته د ۵۶۹ زره او ۹۵۰ امریکايي ډالره زیان اړولی دی.

د قضیې موظف څارنوال د تحقیق او صورت دعوا له ترتیبه وروسته د اسنادو او مدارکو پر بنسټ له قضایي پلاوي د عبدالولید تمیم پر ضد له واکه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور د جزا قانون د ۲۸۵ مادې دوهم بند او د یاد قانون د شپږمې مادې د دوهمې فقرې او همدارنګه د جزا کود د ۱۷ مادې په رعایتولو سره د مجازاتو غوښتنه وکړه.

له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتداییه محکمې د څارنوال د دعوا له اقامې او د تورن د مدافع وکیل د دفاعیې له اوریدو وروسته؛ د نفتي موادو د تصدۍ پخوانی رييس عبدالولید تمیم له واکه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور د قانون له حکم سره سم، غیاباً په درې کاله تنفیذي بند او د او د ۵۷۴ زره او ۲۲۱ امریکایي ډالرو نقدي جزا په ورکړې محکوم کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS