د هرات ولایت د ۶۰۶ انصار زون قوماندانۍ درې تنه کارکوونکي محاکمه شول

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۱
5

دغه درې تورن کسان له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا د ۱۳۹۶ کال د حوت پر ۲۳ په ښکاره ډول محاکمه شول.

په دغه قضایي ناسته کې د انصار ۶۰۶ زون د جنایي څېړنو رئیس پاسوال سید عمر نائب زاده، د انصار ۶۰۶ زون مرستیال او د تحلیل او ارزونې مدیر سمونیار نجیب الرحمن او د انصار ۶۰۶ زون د جنایي څېړنو ریاست غړی څارن عبدالرحمن محاکمه شول.

د دغې قضایي ناستې پلاوي، سید عمر نائب زاده د عسکري جرمونو قانون د ۴۲ مادې لومړۍ فقرې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۰۹ مادې پر اساس په غیابي ډول په درې کاله تنفیذي بند محکوم کړ.

په دغه قضایي ناسته کې عبدالرحمن د عسکري جرمونو قانون د ۴۲ مادې لومړۍ فقرې، د جزایي اجرااتو قانون د ۲۰۹ مادې او د یاد قانون د څلورمې مادې په رعایتولو سره په درې کاله تنفیذي بند محکوم شو.

د یادې شوې ناستې قضايي پلاوي، سمونیار نجیب الرحمن ته چې د تور په اړه یې کره شواهد نه و تر لاسه شوي، د جزایي اجرااتو قانون د پنځمې او جزا کود د پنځمې مادې پر اساس برائت ورکړ.

د یادې قضايي ناستې رئيس وویل، چې دغه پرېکړه وروستۍ نه ده او محاکمه شوي کسان د قناعت نه کولو په صورت کې د استیناف محکمې غوښتنه کولای شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS