د هرات ښاروالۍ د دوولسمې حوزې رئیس او د یاد ولایت د کروخ ولسوالۍ د ترانسپورټ مسؤول په بند محکوم شول
د هرات ښاروالۍ د دوولسمې حوزې رئیس د اداري فساد او د یاد ولایت د کروخ ولسوالۍ د ترانسپورټ مسوؤل له واک څخه د ناوړه ګټه اخېستنې او اختلاس په تور تر عدلي تعقیب لاندې او محاکمه شول.
د اداري فساد له منځه وړل د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت بنسټیزه موخه ده او د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره لویې څارنوالۍ له نورو اړونده ادارو سره په پوره همغږۍ دوامداره او جدي هڅې کړې دي.
په همدې موخه د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ د یاد ولایت د ملي امنیت د مؤظیفینو په همکارۍ، د هرات ښاروالۍ د دوولسمې حوزې رئیس د سل زره افغانیو رشوت پر اخېستنه په باالفعله ډول نیولی دی او دوسیه یې د کشفي مرحلو تر بشپړاوي وروسته څارنوالۍ ته واستول شوه.
د هرات د استیناف څارنوالۍ، له یاد تورن څخه د تحقیق او د نوموړي د اتهامنامې د ترتیب تر بشپړاوي وروسته، د یاد ولایت د اداري فساد جرمونو ته د لاسرسۍ په ابتدايي محکمه کې د اقامې دعوه وکړه.
د پنځمې شمېرې پرېکړې پر بنسټ، د یادې محکمې قضایي پلاوي، د هرات ښاروالۍ د دوولسمې حوزې رئیس د ۱۳۹۸ کال د غویي پر څلورمه پر څلور کاله تنفیذي بند او د اخېستې رشوت برابر د ۱۰۰ زره افغانیو په ورکړه محکوم کړ.
همداراز یادې استیناف څارنوالۍ، د کروخ ولسوالۍ د ترانسپورټ د مسؤول قضیه، چې د اختلاس او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په اړه ده، تر څېړنې لاندې ونیوله.
یاده قضیه د تحقیق، د اتهامنامې له ترتیب او د دعوې صورت تر بشپړاوي وروسته د هرات د استیناف څارنوال له خوا د یاد ولایت د اداري فساد جرمونو ته د لاسرسۍ محکمې ته واستول شوه.
د یادې محکمې په یوه قضایي ناسته او د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۴ په شوې لومړۍ پرېکړه کې، یاد تورن په یو کال تنفیذي بند محکوم کړ.
