د هلمند سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان د (۱۱۸۹۰۴۵۰) افغانیو په ورکړې سربېره په درې کاله او شپږو میاشتو بند محکوم شو

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۵:۲۲
محکمه قوماندان امنیه

د هلمند سنګین ولسوالۍ پخوانۍ امنیه قوماندان احمدالله د محمدانور زوی، د سنګین ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د پولیسو د ۱۳۹۳ کال د تلې او لړم میاشتو د معاشونو په اخېستنه او د یادې قوماندانۍ د معتمد عبدالمتین په ۲۷ ورځو ناقانونه توقیف سره تورن شوی و. یاده قضیه په ۱۳۹۶ کال د هلمند عسکري ابدایه څارنوالۍ ته واستول شوه.

یاد تورن د دغه ولایت د عسکري څارنوالۍ د نیونې د قرارونو له امله، د هلمند د امنیه پولیسو له خوا ونیول شو او توقیف شو. د نوموړي دوسیه د حکم ورکولو په موخه، د څېړنې او صورت دعوې له ترتیب وروسته د مؤظفې څارنوالۍ له خوا، ابتدایه محکمې ته واستول شوه.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ابتدایه محکمې د ۱۳۹۷/۹/۱۹ په علني قضایي ناسته کې، سمونیار احمدالله چې په حاجې کاکا مشهور و، په پنځو کالو او پنځو میاشتو او د یوولس میلیونه، اته سوه او څلور نوي زره او دوو سوه او اویا افغانیو پر ورکړې محکوم کړی و. چې د نیوکې له امله یاده دوسیه د عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې ته استول شوې ده.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې، احمدالله له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او ناقانونه توقیف په تور، د ۱۳۹۸ کال د وږي پر پنځمه په علني توګه محاکمه کړ.

د قضایي ناستې پلاوي، احمدالله د یادې قضیې په تور، د جزا قانون د ۲۸۵ مادې دویمې فقرې په رعایتولو سره د جزا کود د ۱۷، ۷۵، ۳۹۶، ۳۹۸، ۴۱۴ مادې له مخې، په دریو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند او د یوولس میلیونو او اته سوه او نوي زرو او څلور سوه او پنځوسو افغانیو په ورکړې محکوم کړ.  

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS