د څرخي پله له زندان څخه ۱۱۶ زندانیان ازاد شول

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۹/۲۹ - ۱۶:۳۵
43

د څرخي پله له زندان څخه ۱۱۶ زندانیان ازاد او د ۱۸۰ نورو د بند موده کمه شوه. نوموړي زندانیان د جمهور رییس د ۱۶۸ ګڼې فرمان د پلي کېدو د دویم پړاو له مخې چې د مېلاد النبي په مناسبت صادر شوی و، ازاد شول.

د دغو زندانیانو د ازادېدو پر مهال د احکامو تنفيذ څارنوالۍ رییس محمد اسعد ساپي، د څرخي پله زندان عمومي رییس مل پاسوال محمد تواب احمدزي او د فرمان د پلي کوونکې کمېټې غړیو حضور درلود.

د نوموړو ۱۱۶ زندانیانو په ډله کې درې مېرمنې او ۱۵ محجوزان هم شامل دي او له دې سره سم د دغه فرمان له مخې د ۱۸۰ زندانیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

د یادو شویو زندانیانو د ازادېدو پر مهال د احکامو تنفیذ څارنوالۍ رییس وویل، چې پخوا به د زندانیانو د ازادېدو فرمانونه په ځنډ پلي کېدل، خو اوس د فرمانونو د پلي کوونکې کمېټې د هڅو له برکته په لنډه موده کې پلي کېږي.

ښاغلي ساپي ټینګار وکړ: «موږ کوښښ کوو، هغه زندانیان چې نن ازادېږي، سبا ته پاتې نه شي او پر هماغه ورځ يې باید ازاد کړو.»

د څرخي پله زندان رییس مل پاسوال محمد تواب احمدزي خوشي شویو زندانیانو ته وویل، چې په راتلونکې کې دې له جرمي کړنو ځان وساتي. د دې تر څنګ ازاد شویو زندانیانو هم ژمنه وکړه، چې له جرمي کړنو به ځان ساتي او عادي ژوند ته به دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، د جمهور رییس د نوموړي فرمان د پلي کېدو په لومړي پړاو کې د څرخي پله له زندان څخه ۹۸ زندانیان ازاد او د دوو نورو د بند موده کمه شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS