د څرخي پله له زندان څخه ۹۸ زندانیان ازاد شول

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۹/۱۵ - ۱۵:۵۱
57

 

د څرخي پله له زندان څخه ۹۸ زندانیان ازاد او د ۲ نورو د بند موده کمه شوه. دا زندانیان د جمهور رییس د ۱۶۸ نمبر فرمان پر اساس ازاد شوي او د بخښنې وړ بلل شوي دي. نوموړي زندانیان د روان کال د لیندۍ پر ۱۵ ازاد شول.

د نوموړو زندانیانو د ازادېدو پر مهال د لویې څارنوالۍ د احکامو تنفیذ څارنوالۍ رییس او د فرمان پلي کوونکې کمېټې غړي محمد اسعد ساپي، د څرخي پله زندان عمومي رییس مل پاسوال محمد تواب احمدزي او د دغه زندان ځینو مسوولانو ګډون کړی وو.

ښاغلي اسعد ساپي د زندانیانو د ازادېدو پر مهال وویل: «په ژوند کې هر څوک تېروتنه کوي؛ تاسې باید له دغې مودې څخه چې په زندان کې مو تېره کړې، پند واخلئ.»

په ورته وخت کې زندانیانو د محبس له مسوولانو څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې د بند په موده کې له دوی سره هیڅ ډول ناقانونه چلند نه دی شوی.

د جمهور رییس د نوموړي فرمان پر اساس له زندان څخه ۹۸ ازاد شویو کسانو په ډله کې ۱۴ مېرمنې هم شاملې وې او له دې سره د دوو نورو مېرمنو د بند موده کمه شوه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي ۹۸ کسان د فرمان د تطبیق په لومړۍ مرحله کې ازاد شول او ټاکل شوې په راتلونکي مرحله کې ځینې نور زندانیان هم ازاد شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS