د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه د لویې څارنوالۍ کاري لومړیتوب دی

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۲:۲۵
arg

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځني کمپاین د پروګرام په پیل کې وویل، افغانان به ترهغه روښانه راتلوونکی ونه لري، څو د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره جدي، رېښتینې او عادلانه مبارزه ونه شي.

دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر څلورمه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني، لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د قضایه او مقننه قوو د غړو، د کابینې غړو، وزیرانو، د خپلواکو ادارو د رئیسانو، د ښځو حقونو مدني فعالانو، مدني ټولنې، رسنیو، سفیرانو، متنفیذینو او د هېواد د مشرانو په حضور ترسره شو.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه پروګرام کې وویل، چې د ښځو پر وړاندې زموږ مسؤولیت له سیرت نبوي څخه سرچینه اخلي او حضرت محمد ص هېڅکله هم پر ښځو لاس نه دی پورته کړی. دا زموږ د ټولنې واقعي الهام دی او هر څه چې زموږ ټولنه کې د نبوي سیرت خلاف وي، د منلو نه دي.

ashraf ghani

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشر لومړنۍ دنده د اساسي قانون پلي کول دي، د جرمونو کشف د امنیتي بنسټونو او پولیسو دنده ده او قانون واکمنول او د عدالت ټينګښت د لویې څارنوالۍ او قضا مسؤولیت ګڼل کېږي.

د هېواد جمهور رئیس وویل: «موږ باید د یوه تلپاتې بهیر په اړه چې د ټولنې او دولت د فرهنګ بدلونې لپاره اړین وي خبرې وکړو او ترڅنګ یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ناوړه پدیدې په اړه باید هر اړخیزه څېړنه وشي.»

د ولسمشر په خبره کورنۍ، کاري چاپېریال، دولتي، نادولتي او نړیوالې ادارې هغه ځایونه دي، چې هلته له ښځو سره د تاوتریخوالي امکان شته؛ نو په یادو ځایونو کې باید د تاوتریخوالي ټول ډولونه په بنسټزه توګه وڅېړل شي، څو د تاوتریخوالي ډولونه څرګند  او د مخنیوي په اړه یې اړینې لارې وپلټل شي.

د نوموړي په باور، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ښکاره او ځانګړې سیاسي اراده شتون لري، چې دا اراده د لویې څارنوالۍ خپلواکي ده. نوموړي ټینګار وکړ: «زه ویاړم چې د عدلي او قضايي برخې په هېڅ قضیه کې مې لاسوهنه نه ده کړې او هر څوک چې هر مقام کې وي په دې برخه کې یې لاسوهنه د منلو نه ده او جرم بلل کېږي.»

ashraf ghani

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو د خپلواکۍ په تړاو وویل، چې د عدلي او قضایي ادارو خپلواکي د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې له لاسوهنې پرته عادلانه بنسټیزه پرېکړه او شرط بلل کېږي.

د نوموړي په خبره، ژمن او عادل څارنوال او قاضي د عدالت د ټینګښټ بنسټیز رکن دی او د دوی ملاتړ د ولسمشر او د ټولو هېوادوالو دنده ده.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې یوازې نارینه د ښځو د حقونو د خوندیتوب وسیله نه، بلکې دوی خپله باید د ټولنې په هره برخه کې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړه، چې له نېکمرغه اوس د هېواد هېڅ ولایت بې څارنوالې نه دی او په هر ولایت کې ښځینه څارنواله شتون لري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په ټولنه کې د ښځو د اغېزناک رول او ونډې پر وړاندې ستونزې او خنډونه جوړول د زغم وړ نه دي. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ نه ویاړ او نه حیثیت دی او دا فرهنګ باید بدل شي.

له دې سره سم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي په دغه پروګرام کې وویل، دا څووم پرواګرام دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځيني کمپاین او پیوستون په موخه د ولسمشر، لومړۍ مېرمنې او له بېلابېلو ادارو څخه زموږ د همکارانو او د هېواد د ځينو مشرانو په ګډون جوړیږي. دا ناستې ښيي، چې د لویې څارنوالي رهبري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې پرېکنده دريځ لري. د نوموړي په خبره، د افغانسان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ته تلپاتې اراده لري، خو د نوامبر پر ۲۵(د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ) د افغانستان له خلکو سره دا ژمنه او هوډ یو ځل بیا تازه کېږي او په دې برخه کې هر ډول هڅه او مبارزه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لومړيتوب دی.

farid hamidi

د هېواد لوی څارنوال وویل: «د تېرو کړنو د څېړنې لپاره دا یو ښه فرصت دی، څو په دې برخه کې پرمختګ، لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونکې ښکاره او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په بهیر کې له لاسته راغلو تجربو په استفادې سره له تاوتریخوالي او جنسیتي نابرابریو څخه د پاک افغانستان لپاره هڅه او مبارزه وشي.»

د ښاغلي حمیدي په خبره، له ښځو سره تاوتریخوالی، نشه یي توکي او د اداري فساد لوي جرمونه هغه جرمونه دي چې د جدي څېړنې لپاره یې ځانګړې ادارې جوړې شوې دي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین د ځينو نورو جرمونو د عاملینو په شان د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې له فرمانونو څخه بې برخې دي.

نوموړي ټينګار وکړ: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو ځانګړی جرم بولي، له همدې امله یې پر وړاندې ځانګړی بنسټ جوړ شوی دی او په خبره یې دا د هغه جرمونو له ډلې دی چې عاملین یې د ځینو نورو ځانګړو جرمونو د عاملینو په شان د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې له فرمانونو بې برخې دي.» هغه زیاته کړه، چې دا امر د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جدي او پرېکنده جنایي سیاست یوه برخه ګڼل کېږي.

د ښاغلي حميدي په خبره، په عامه او خصوصي ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یوه بله ځانګړې څارنوالي هم جوړه شوې ده، چې دا هم د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت یو بل جدي ګام بلل کېږي. هغه زیاتوي، چې د یادې څارنوالۍ له جوړونې یې موخه دا ده څو ښځو ته په ادارو کې یو خوندي کاري چاپېریال رامنځ ته کړي.

د لوی څارنوال په وینا، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ او محکمې جوړې شوې، چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوني څارنوالۍ د پوه او وړ ښځو له خوا اداره کېږي، په داسې حال کې چې درې کاله وړاندې دا څارنوالۍ یوازې په لسو ولایتونو کې فعاله وې او مدیریت یې د نارینه وو له خوا کېدو.

نوموړي زیاته کړه: «دا زموږ ژمنه ده، څو عدالت ته د لاسرسي په برخه کې ټولو زیانمنو په ځانګړې ډول ښځو او ماشومانو ته زمینه برابره کړو. د لویې څارنوالۍ د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مرستیالۍ کې ۲۴۵ څارنوالانې په ټول هېواد کې فعالیت لري، چې تر دې وړاندې دا مبارزه یوازې د څو ښځینه څارنوالانو له خوا د ریاست په کچه کېده.»

conferane

د ښاغلي حمیدي په خبره، د وینا آزادي د هېوادوالو بنسټيز حق دی او باید د عدلي او قضایي ادارو د اجرااتو اړوند اطلاعاتو ته په دقیقه توګه لاسرسی ولري، څو خلک پوه شي چې له قانون څخه د تېښتې فرهنګ له منځه تللی دی.

د هېواد لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «تیر کال یوې رسنۍ د یوې ښځې پر مخ د تیزابو د شیندلو خبر خپور کړ، چې د درېیو میاشتو په تېرېدو سره یې مجرم د دریو محکمو د پرېکړو پر بنسټ په ۱۶ کاله بند محکوم شو چې د بښنې او بند مودې کمونې فرمان څخه هم بې برخې دی؛ خو همغه رسنۍ یې د محکومیت هېڅ خبر نشر نه کړ. کله چې رسنیو کې ورته جرمونه خپرېږي، ټولې کورنۍ ناارامه او اندېښمنې وي، له همدې امله دوی حق لري څو پوه شي چې عدلي او قضايي ادارې یې په اړه څه اجراات ترسره کوي.

د هغه په باور، د خبر رسونې اړوند باید یو جنایي سیاست موجود وي. کله چې خلک د یو جرم او جنایت په اړه خبرېږي، باید د همدې جرم او جنایت پر وړاندې پر قانوني اجرااتو هم پوه شي.

نوموړي زیاته کړه: «تیره اوونۍ مو د ۸۱ مسلکي بستونو ازموینه واخېسته چې یو زر او ۸۵۰ وړ کسانو پکې ګډون کړی و. له دې جملې ۴۳۳ ښځې وې چې ۲۹ یې بریالۍ شوې دي. دا شمېره ښیي، چې لویه څارنوالۍ کې د دغې ازمویې په ترڅ کې ۳۵.۸ سلنه ښځې جذب شوې دي، په داسې حال کې چې څلور کاله وړاندې دا کچه څلور سلنه وه. له نېکمرغه په دغې ازموینه کې له اول نومره تر شپږمې نومرې ښځې وې. دا مسله د یو نوي افغانستان او د هېواد د زړورو او قهرمانو ښځو یوه وړوکې بېلګه ده.»

د ښاغلي حمیدي په خبره، د حقونو د پراختیا نړیوالې موسسې(IDLO) په مالي مرستې سره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د ښځینه څارنوالانو د ظرفیت لوړونې لپاره امکانات او بودیجه د پخوا په پرتله درې چنده شوي دي.

نوموړي له عدلیې وزارت، د مدافع وکیلانو له خپلواک ټولنې او نړیوالو موسسو وغوښتل، چې په ولایتونو کې ښځینه مدافع وکیلانو ته دا زمینه برابره کړي څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو کې ښځې له خپلو حقونو په ښه توګه دفاع وکړي.

د هېواد لوی څارنوال همداراز زیاته کړه، دا یوه بله نېکمرغي ده، چې د عدلي او قضایي ادارو د همغږۍ ترڅنګ اوس د همدې بنسټونو همغږي له نورو هغه بنسټونو سره چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې کار کوي ورځ تر بلې پیاوړتیا مومي.

د ښاغلي حميدي په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند باید د احصایهګیرۍ یو مرکز جوړ شي، څو دغه قضیې په سمه او دقیقه توګه تحلیل او وشمېري او د هېواد په کچه لاسته راوړنې او ننګونې مشخصې او حل لارې یې ولټول شي.

هغه د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له پيل څخه تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۳۰ قضیې څېړلې دي. دا شمېره په ۱۳۹۷ کال کې ۲۷۰۱ او په ۱۳۹۶ کال کې ۲۵۳۱ ته رسېده. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د ثبت زیاتوالی ښیي چې عدالت د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو لاسرسۍ ورځ تر بلې ته زیاتېږي.

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه: « په تېرو شلو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د ترسره شوي تاوتریخوالي په اړه د هراړخیزې او دقیقي څېړنې لپاره وړاندیز کوم، څو د یادې مودې د اجرااتو او پرمختګونو ترڅنګ د یادې دورې ستونزې او ننګونې معلومې او د له منځه وړولو لپاره یې مناسبه او دقیقه لاره وټاکل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د لویې څارنوالۍ په استازیتوب سره یو ځل بیا د افغانستان له ټولو خلکو سره ژمنه کوم، چې د قانون واکمنۍ او عدالت ټينګښت له لارې د خلکو، کورنیو، ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او سلامتیا لپاره د دوی تر څنګ ولاړ یم.

په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستې حسینې صافۍ او د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمد زمان سنګري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند د یادې ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې د استیناف څارنوالیو له خوا ونمانځل شوه او تمه ده دا لړی نورو ولایتونو ته هم وغزیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۹
Background image

د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

دوه کسان له افغانستانه متحده عربي اماراتو ته د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه طلا د قاچاق په تور بري‌الذمه وپېژندل شول

بشیراحمد صدیقي د نصیراحمد زوی او محمدرفیع بها د غلام‌بهاالدین زوی چې په مخکېني حکومت کې د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زرو (طلا) د قاچاق په تور محکوم شوي وو، د ا.ا.ا سترې محکمې له خوا بري‌الذمه. . .

BACK TO NEWS