د کابل ولایت د عمومي توقیف خونې درې پوړيز بلاک ورغول شو

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۶/۲۶ - ۱۲:۵۱
47

د کابل ولایت د عمومي توقیف خونې درې پوړیز بلاک د رغونې چارې د جمهور رییس د فرمان له مخې د روان کال د تلې پر ۲۴ بشپړې او نوموړی بلاک ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. دا ودانۍ د وخت په تېرېدو سره زړه شوې وه، چې اوسمهال یې د بیارغاونې چارې په بشپړه توګه پای ته رسېدلې دي.

د یادې شوې ودانۍ په پرانيسته کې د احکامو تنفیذ څارنوالۍ رییس محمد اسعد ساپي، د نوموړې توقیف خونې عمومي مدیر او ګڼو نورو افسرانو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي، چې نوموړی درې پوړیز بلاک مامورانو، قاضیانو، څارنوالانو، رییسانو، سوداګرو او لوړپوړیو چارکوالو لپاره چمتو شوې دی.

دا ودانۍ د کورنیو چارو وزارت لخوا د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت رغول شوې او ۴۸ دوه کسیزې خونې لري.

همداراز د کابل ولایت عمومي توقیف خونه د ۱۶۵۹ کسانو د ساتنې ظرفیت لري. د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به دوه نور بلاکونه هم ورغول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS