د کورنیو چارو وزارت ۶ لوړپوړي کارکوونکي په علني ډول محاکمه شول

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۸ - ۱۵:۵۱
58

د کورنیو چارو د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال پاسوال عبدالواسع رؤفي، د لوژستیک عومي مرستیال مل پاسوال تاج محمد فراه وال، د تأمیناتو مرستیال مرتضی رحیمي، د ځواکونو د تنظیم او ادارې ریاست سرپرست مل پاسوال محمد اکبر عبدالرحیمزی، د تدارکاتو رئیس نوید الله بخشي او ډګروال ازاد خان د ۱۳۹۶ کال د مرغومي پر ۱۸ له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدایه محکمې له لوري په علني ډول محاکمه شول.

په دغه قضايي غونډه کې پاسوال عبدالواسع رؤفي له وظیفوي واک نه د تجاوز په جرم د عسکري جرمونو د ۴۲ او د جزا قانون ۴۵ مادو پر اساس په یو کال او شپږ میاشتې تنفیذي حبس محکوم شو.

مل پاسوال تاج محمد، مل پاسوال اکبر عبدالرحیمزی او ډګروال آزاد خان هم د وظیفوي واک څخه د تجاوز په تور د عسکري جرمونو قانون د ۴۲ او څلورمې او د جزا قانون د  ۱۴۵ مادو پر اساس په یو کال او شپږ میاشتو تنفیذي حبس محکوم شول.

له بلې خوا مرتضی رحیمي او نوید الله بخشي د وظیفوي واک څخه د تجاوز په جرم د عسکري جرمونو د درېیمې، څلورمې او ۴۲ او د جزايي اجرااتو د ۲۰۹ مادو پر اساس هر یو په درې کاله تنفیذي حبس محکوم شول.

د نوموړي عدلي او قضايي مرکز د رئیس په وینا، دا حکم وروستی نه دی او تورن د نارضایتۍ په صورت کې د استیناف محکمې غوښتنه کولای شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS