د ګډوالو او بیا راستنېدوونکو چارو وزارت شپږ کارکوونکي د غدر په تور محکوم شول
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د قضیې اړوند د ګډوالو او بیا راستنېدوونکو چارو وزارت شپږ کارکوونکي هر یو احمد شاه د محمد عارف زوی، عبدالواسع د نظام الدین، ظهر الدین د ګل اقا، محمد صادق د عبدالسلام، ایام الدین د محراب الدین او محمد نادر د محمد سالم زوی د ۳۴ میلونه و ۷۲۵ زره او ۲،۲۵ افغانیو د غدر په تور، د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۳۰ محاکمه کړل.
دغه قضیه د خلیج سټار تجارتي شرکت سره د اووه قلمه غذايي او غیر غذايي موادو د قراداد په اړه ده، چې په ۱۳۹۳ کال د یاد وزارت تر مالي او حسابي برسۍ وروسته، لویې څارنوالۍ ته د یادو موادو په ویش او تدارکاتي پروسه کې د یو لړ تېروتنو او د دوسیې د پاڼو د تشخیص او څېړنې په موخه استول شوې ده.
د قضیې مؤظف څارنوال، د صورت دعوې له ترتیب، د څېړنو تر بشپړاوي او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او نه پاملرنې د اثبات لپاره د شواهدو او اسنادو تر راوړنې وروسته د قضایي جلسې له پلاوي غوښتي، چې پر یادو تورنو کسانو د تدارکاتو قانون د ۹۴ مادې په نظر کې نیولو او د جزا قانون د ۴۸ او ۲۷۰ مادې په رعایتونې سره د جزا کود ۱۷ ماده پلې کړي.
د استیناف محکمې قضایي پلاوي، د مؤظف څارنوال صورت دعوې او د تورنو کسانو دفاعیې ته په پاملرنې، دا کسان د ۳۴ میلونه و ۷۲۵ زره او ۲،۲۵ افغانیو د غدر په تور، د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې په رعایتونې او د جزا کود د ۵۸ او ۲۱۴ مادې په نظر کې نیولو سره د جزا قانون د ۳۹ او ۲۷۰ مادې له مخې په دوه کاله تنفیذي بند محکوم کړل.
د یادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان هېواد په ۱۳۹۳ کال د کابل، هلمند، هرات، بلخ، ننګرهار، جوزجان او کندز د بې ځایه شوو سره دوه میلیونه امریکایي ډالر مرسته کړې وه، چې د غذايي او غیر غذایي موادو اووه قلمه یې د کډوالو او بیا راستنېدوونکو چارو ریاست له خوا تمویلېدل.
