د یو ماشوم د تښتونې دوه عاملان په اعدام محکوم شول
              اووه کلن ماشوم سمېع الله د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر ۱۳ د کابل ښار په دوولسمه حوزه کې د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو او په قتل ورسېد.
د یادې پېښې تر پېښدو وروسته لویې څارنوالۍ په دې اړوند پلټنې شروع او په پایله کې محمد یار، راحت ګل، صفت الله، رفیع الله، احمد الله او سید حسین د یادې پېښې تورن وپېژندل. د قضیې د مؤظف څارنوال تر څېړنو او دوی ته د جزا تر غوښتنې وروسته یاده قضیه محکمې ته واستول شوه.
د ابتدایه محکمې قضایي ناسته، د قضیې د دواړو خواوو او د تورنو کسانو د مدافع وکیلانو په حضور د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۲ وشوه. یادې محکمې د څارنوال د غوښتنې پر بنسټ، احمد الله ولد محمد قاسم او صفت الله ولد شفیق د نوموړي د تښتونې او وژنې په تور، د جزا کود د ۵۴۷ مادې درېیمې فقرې اول بند او ۵۹۸ مادې له مخې په اعدام محکوم کړل.
همداراز رفیع الله د سید حسین زوی، راحت ګل د محمد ګل او محمد یار د ظفر خان زوی په همدې جرم د جزا کود د ۵۹۸ مادې په رعایتونې د ۵۴۷ مادې د لومړۍ فقرې د لومړي او درېیم بند له مخې، په درې درې کاله تنفیذي بند محکوم او مجازات شول.
د قضیې مؤظف څارنوال، د احمد الله او صفت الله د اعدام په اړه د محکمې پرېکړه تائید او په ډېری برخو کې یې د محکمې پر حکم نیوکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کال پورې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ له خوا، د یو زر او ۳۳ تورنو کسانو او مظنونینو په شمول د انسان تښتونې ۵۴۷ قضیې څېړلې شوې دي. له دې جملې څخه ۳۷ کسان په اعدام محکوم شوي او پاتې یې له شپږو میاشتو تر دریو کالو په بند محکوم شوي دي. له دې شمېرې څخه پر درېیو کسانو د اعدام حکم تنفیذ شوی دی.
د یاودنې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کالونو کې د خصوصي سکتور او پانګې اچونې د ملاتړ او د تښتونو قضیو ته د رسیدګۍ په موخه جدیت ښودلی او قضیو ته پر رسیدګۍ سربېره یې له پانګوالو سره ګډ کنفرانسونه او ناستې کړې او د یادو کنفرانسونو د پایلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د وړاندیز پر بنسټ، د کشفي او امنیتي بنسټونو په تشکیل کې د عدلي او قضايي بنسټونو په شمول د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه د ملاتړ کمېټه جوړه شوې ده.
