شمالي ولایتونو ته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس سفر؛ د کندوز له مسوولانو سره ناسته وشوه

yama_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۱:۴۶
ولایت کندوز

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس محترم مولوي شمس الدین شریعتي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې کندوز کې له ولایتي چارواکو سره تعارفي غونډه وکړه.

دې ناسته کې د کندوز محترم والي ملا نثار احمد نصرت، مرستیال والي، د علماوو شورا غړو او ځینو نورو نظامي او ملکي مسوولانو ګډون کړی و.

د پېژندګلوۍ دا ناسته سه شنبه د شوال المکرم پر ۱۹ د کندوز ولایت په مقام کې جوړه شوې وه.

د دې ناستې موخه، له ولایتي ادارو سره د دغه ریاست د همغږۍ پياوړي کول، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست قانون څخه د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو خبراوی، خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کول او په چارو کې د روڼتیا بنسټيز کول ښودل شوي دي.

ولایت کندوز

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس له مل پلاوي سره د کندوز له ولایتي مسوولینو سره په غونډه کې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو او حکمونو پر تعقیب او نظارت ټينګار وکړ.

په دې ناستو کې پرېکړه وشوه، چې د لا ښې همغږۍ، د اړیکو پیاوړي کولو او د محلي مسوولانو د حقوقي پوهې د لوړاوي په موخه دې نورې ناستې هم جوړې شي.

ورته مهال د کندوز ولایتي مسوولینو په دې ناسته کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس او مل پلاوي مننه وکړه او د دا ډول غونډو جوړېدل یې ښه ګام وباله.

هغوی ژمنه وکړه، چې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او احکامو د تطبیق په موخه به له دغه ریاست سره هراړخیزه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر لړۍ پیل کړې او له دې وړاندې یې د تخار او بدخشان له ولایتي چارواکو سره بېلابېلې غونډې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS