قانون پلي کوونکي ارګانونه باید پخپله قانونمداره واوسي

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۱۲/۱۱ - ۱۴:۳۹
50

کومه مسأله چې د هیواد لوی څارنوال د پولیسو او بشر حقونو تر عنوان لاندې په کنفرانس کې مطرح کړه. دغه کنفرانس د سلواغې په ۲۴ یکشنبې په ورځ د کابل انټرکانټینټال هوټل کې په لاره اچول شوې وو. پدغه غونډه کې څارنپوه محمد فرید حمیدي لوی څارنوال، تاج محمد مجاهد د کورنیو چارو وزیر، داکتره سیماسمر د بشر حقونو کمیسیون مشره، آغلې نبیله مصلح د ښځو چارو وزارت معینې او د ولایاتو او ولسوالیو امنیه قومندانانو ګډون درلود. او دغه کنفرانس د بشر حقونو کمیسیون له لوري په لاره اچول شوې وه.   

څارنپوه محمد فرید حمیدی د افغانستان لوی څارنوال، د قانون تنفیذ د پولیسو له مکلفیتونو  څخه وباله او وویل:" خلک د قانون تر سیوري کولاې شي د کرامت ژوند ترسره کړي. عدالت او کشف په برخه کې، د پولیس دنده په لومړي سر کې مطرح کیږي. پولیس د قانون توان او قدرت دی."

د ښاغلي حمیدي په اند، ښاریانو لخوا د قانون نه مراعاتیدل تل یوه اندیښنه پاتې ده. چې دغه دود باید په افغانستان کې بدلون ومومي. د قانون پلي کوونکي په توګه پولیس او څارنوالان په لومړي سر کې پخپله باید قانون رعایت کړي. همداراز، هغې کشفی ارګانونو او څارنوالۍ ترمینځ پر همغږي ټینګار وکړ او وویل: " موږ د همغږۍ لپاره پر یو نظام مند میکانیزم کار کوو. او د دې میکانیزم پر بنسټ به اطلاعات او معلومات سره شریک کړو. کومې قضیې چې پولیسو لخوا کشف او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کیږي، په هر پړاو کې د قضیو اطلاعات کشفي ارګانونو په خاصه بیا پولیسو سره شریکېږي."

همداراز، د هیواد لوی څارنوال  ځیني ولسوالیو کې د عدلی او قضایی بنسټونو نشتون هم  په ګوته کړ، لامل یې د امنیت نشتون وباله او له امنیتی ارګانونو څخه یې غوښتنه وکړه چې پدغو سیمو کې د عدلي او قضایي ارګانونو امنیت او خوندیتوب تأمین کړي. هغې په کلیو کې د پولیسو رول مهم وباله او وویل:" موږ کلیو کې عدالت په تأمینولو کولای شو عامه افکار دولت په ګټه واړوو. امنیت او عدالت هغه دوه مهمې مسألې دي چې د افغانستان خلکو دپاره باید تأمین کړای شي."

په امنیتی، عدلی او قضایی ارګانو کې شکنجه له مهمو مسألو وو چې د هیواد لوی څارنوال په ګوته کړ. او زیاته کړه چې د افغانستان دولت په سیستماتیک ډول شکنجې سره مبارزه کوي. همداراز، زیاته کړه چې:" لوی څارنوالۍ شکنجې پر وړاندې حساس او جدی دی. او هر څوک چې د شنکجې مسؤول وپیزندل شي، قانون له مخې به ورسره څلند وشي."

د ښاغلي حمیدی په وینا، د عدلی او قضایی ارګانونو کار د پولیسو اجراآتو سره تړاو لري. محکمې کومې پریکړې چې پس له قانونی مراحلو ترسره کوي، لومړنی ګام یې پولیسو لخوا ترسره کیږي. په دوام کې یې وویل:" د کشف پړاو باید په مسلکی ډول، جدیت او دقت سره ترسره شي، ځکه چې څیړنې هم د کشف پر بنسټ ترسره کیږي."

د خلکو خصوصی پټنتیا څخه ملاتړ بله مسأله وه چې د هیواد لوی څارنول بیان کړ. د هغې په باوړ، د خلکو پټنتیا او مسکن باید محفوظ وي. او وویل:"موږ شپې لخوا د کورونو پلټنې په هکله هم حساس یو، خو پرته له هغو ځانګړي حالاتو چې قانون کې ورته وړاندوینه شوې. پرته له دې هیڅ څوک حق نلري چې شپې لخوا د چا کور وپلټي."

د غونډې په اوږدو کې، ښاغلي تاج محمد مجاهد د کورنیو چارو وزیر هم د قانون تنفیذ د پولیسو له دندو وشمیرل او وویل:" موږ د قانون پلی کولو او عدالت ټینګښټ دپاره عدلی او قضایی ارګانونو سره همغږي یو. خلک پولیسو څخه د امنیت هیله کوي. زه هیله مند یم چې هغه افسران چې پدې برنامه کې ګډون درلوده، دې برنامې څخه په ګټه اخیستو د خلکو ملاتړ ترلاسه کولو هڅه وکړي."

د کورنیو چارو وزیر په وینا، ښځو څخه ملاتړ د دې وزارت په چوکاټ کې شتون لري. او موږ د هغوی د پوهاوي لوړولو او ورته کاري آسانتیاوو برابرولو لپاره برنامې ترلاس لاندې نیولي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS