لويه څارنوالي کې د نړيوالو جرمونو په اړه د پوهاوي روزنیز پروګرام وشو

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۷/۱ - ۱۵:۵۱
62

د لويې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست د نړیوالو جرمونو په اړه د پوهاوي دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ. دا پروګرام د ۱۳۹۷ کال د تلې پر لومړۍ د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په تالار کې وشو.

د نړيوالو جرمونو په اړه د پوهاوي دا پروګرام د قضايي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه او د مسلکي زده کړو انستیتیوت د رئیس ډاکټر عزیزالله فصیحي په لارښوونې ترسره شو.

یاد شوی پروګرام په ځانګړې توګه له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ د ریاست کارکوونکو لپاره د چارو د ښه ترسراوي په موخه جوړ شوی و او د دغه ریاست نژدې شلو کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

د قضايي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وویل، چې په دغه پروګرام کې به د دولت پر ضد د تېري، بشر ضد، جنګي او پر یو شمېر نورو جرمونو باندې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې هراړخیز بحث وشي.

بل پلو د مسلکي زده کړو انستیتیوت رئیس ډاکټر عزیزالله فصیحي هم دا پروګرام د څارنوالانو لپاره ګټور وباله او زیاته يې کړه، چې دا پروګرام به د تحقیق او قضايي تعقیب څارنوالانو لپاره د قضیو په څېړنه کې مرستندوی ثابت شي.

له دې سره سم له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ رئيس هیله څرګنده کړه، چې په دې برخه کې د څارنوالۍ تر ایجادونې وروسته دې له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې ځانګړي پولیس او محکمه هم ایجاده شي، تر څو په ځانګړې ډول د بشر ضد جرمونو د قضیو د څېړنې او محاکمې لپاره یو نهاد ولرو.

له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست په روان کال کې تأسیس شوی او د جزا کوډ او د نړیوالو تعهداتو پر اساس د بشر ضد، جنګي جرمونو او نسل وژنې قضیې څېړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS