لويې څارنوالۍ کې د پسرلي په راتګ سره نیالګي کېنول شول

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۵ - ۱۶:۵۱
12

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د لويې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې د ۱۳۹۶ کال د کب پر شلمه د پسرلي په راتګ یو شمېر نيالګي کېنول.

د دغو نیالګیو د کېنولو پر مهال د لويې څارنوالۍ مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

د لويې څارنوالۍ ادارې په دغه اداره کې نژدې ۲۰۰ نیالګي کېنولي او په پام کې لري، چې د دغې ادارې په دارالامان او نوي ښار ودانيو کې هم ورته نیالګي، زینتي بوټي او ګلان کېنوي.

د یادونې وړ ده، چې د لويې څارنوالۍ د نوې رهبرۍ په راتګ سره د نورو لاسته راوړنو تر څنګ د دغې ادارې په زرغونتیا کې هم خورا مثبت بدلون راغلی او لا هم هڅه کېږي، چې د ګلانو، بوټو او ونو په کرلو سره د لویې څارنوالۍ انګړ لا زرغون کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS