لویه څارنوالي به تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د ښځینه کارکوونکو شمېر ۲۴ سلنې ته ورسوي
د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون دا خبره د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست له خوا د ښځو د مشرۍ پراختیا پروګرام (پروموټ) زده کړندویانو ته د ۱۳۹۷ کال د کب پر شپږمه وکړه. د پرموټ ۱۵۲ زده کړندویان په یوه علمي سیر لویې څارنوالۍ ته راغلي وو، چې د دغې ادارې د کارکوونکو له خوا د لويې څارنوالۍ د کار او فعالیتونو په اړه ورته مفصل معلومات ورکړل شول.
په دغه معلوماتي غونډه کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال دغو زده کړندویانو ته په خطاب کې وویل، چې لویه څارنوالۍ په هېواد کې عدالت د تأمین او همداراز د قانون د پلي کولو په برخه کې فعالیت کوي.
ښاغلي ارغون زیاته کړه، لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کالو کې د مېرمنو د ظرفیت لوړاوي او همداراز د ښځینه کارکوونکو د شمېر زیاتونې په برخه کې د پام وړ هلې ځلې کړې دي.
ښاغلي ارغون وویل: «موږ د لویې څارنوالۍ په تشکیل کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنینوي مرستیالي لرو، چې ډېری کارکوونکې يې مېرمنې دي.»
د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال همداراز زیاته کړه، په تېرو دوو کالو کې دغې ادارې د ښځینه کارکوونکو شمېر له دوه سلنې څخه ۲۰.۹ سلنې ته لوړ کړی او دا ادراه په پلان کې لري، چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې دا شمېر ۲۴ سلنې ته ورسوي.
ښاغلي ارغون وویل، چې تر ۱۴ مېرمنو زیاتې د لويې څارنوالۍ په رهبرۍ کې کار کوي او همداراز په ۳۱ ولایتونو او ۱۶ ولسوالیو کې هم یو شمېر ښځینه کارکوونکې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې په دندو بوختې دي.
د ښاغلي ارغون په وینا، لویې څارنوالۍ د ښځو د خوندي کاري چاپېریال لپاره یوه پالیسي جوړه کړې، چې له مخې يې ښځینه کارکوونکو ته کاري مصونیت رامنځته کوي.
څه موده وړاندې هم لویې څارنوالۍ د اسیا بنسټ له ۲۴۲ ورمعرفي شويو زده کړندویانو څخه تر ازموینې وروسته ۱۰۴ زده کړندویانې په دغې ادارې کې په دنده وګومارلې.
دغې ادارې د ښځینه کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په برخه کې هم د پام وړ کار کړی او حقوقي ستاژ او یو شمېر نورو ګټورو ښوونیزو پروګرامونو ته يې ښځينه کارکوونکې معرفي کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې پروسږ کال هم د پروموټ پروژې له لارې لویې څارنوالۍ ته تر سلو زیاتې زده کړندویانې معرفې شوې وې، چې له دې جملې څخه يې اته تنه په دغې ادارې کې تر ازموینې وروسته جذب کړې.
