لویه څارنوالي به ستاسې دوسيې په عادلانه او دقیقه توګه وڅېړي

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۵/۲۴ - ۱۵:۵۱
17

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د کابل امنیه قوماندانۍ د نظارت خونې د لیدنې پر مهال مظنونانو ته په خطاب کې وویل، چې د دوی دوسیې به په دقت وڅېړل شي او له هېچا سره به بې عدالتي نه کېږي.

لوی څارنوال د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۲۳ د کابل امنیه قوماندانۍ د نظارت خونې د لیدنې پر مهال د درېيو مېرمنو په ګډون له ۱۴۵ مظنونانو سره په جلا جلا توګه ولیدل. ښاغلي حمیدي د د مظنونانو د نیولو د دلیل او وخت په اړه له هغوی سره خبرې وکړې او اړوندو مسؤولانو ته يې لارښوونه وکړه، چې د مظنونانو دوسیې دې ژر تر ژره په قانوني ډول وڅېړي.

له دې سره سم لوی څارنوال د کابل امنیه قوماندانۍ د نظارت خونې له خوړنځي څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولانو ته یې لارښوونه وکړه، چې د مظنونانو د خوړو په برخه کې دې حفظ الصحه جدي مراعات کړي.

په دغه نظارت خونه کې د یوې څېړنخونې د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې دي او په نژدې راتلونکي کې به گټنې ته وسپارل شي.

لوی څارنوال تر دې وړاندې هم د روان کال په غبرګولي میاشت کې د کابل امنیه قوماندانۍ د نظارت خونې لیدنه کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې د کابل امنیه قوماندانۍ په نظارت خونې کې دمګړۍ د درېيو مېرمنو په ګډون ۱۴۵  مظنونان ساتل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS