لویه څارنوالۍ کې د روزونکو د روزنې پروګرام پيل شو

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۵/۲۱ - ۱۶:۵۱
35

د افغانستان عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) د دغې ادارې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت په مرسته د روزونکو د روزنې (TOT) درې ورځنی پروګرام پيل کړ. دا پروګرام د ‍۱۳۹۷ کال د زمري پر ۲۱ د لويې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې پيل شو.

د یاد شوي پروګرام په پرانیسته کې د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد ناصر همت وویل، چې په هره اداره کې د کارکوونکو ظرفیت لوړونه د بشري سرچینو د پراختیا ریاست په کاري لومړیتوبونو کې راځي.

ښاغلي همت زیاته کړه: «په راتلونکي کال کې مو هڅه دا ده، چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د ولایتونو استیناف او ابتداییه څارنوالیو کارکوونکو ته هم دایر کړو.» ښاغلي همت وویل، چې موږ تر دې وړاندې تر آمرینو د ټيټو پوړیو کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ورته کارنده پروګرامونه هم دایر کړي دي.

ښاغلي همت په روزنیزو پروګرامونو کې د مېرمنو پر ګډون ټينګار وکړ او زیاته يې کړه، چې په روزنیزو پروګرامو کې باید د ښځو ونډه پنځوس سلنې ته پورته شي.

د دغه پروګرام موخه د آمرینو له خوا تر لاس لاندې کارکوونکو ښه روزنه ده، چې له دې لارې به آمرین هم وکړای شي، خپلې چارې ښې تنظیم کړي.

په دغه روزنیز پروګرام کې شلو ښځینه او نارینه آمرینو ګډون کړی او د درېیو ورځو لپاره به روزنه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS