لویې څارنوالۍ د محمد زمان احمدي دوسیه له بیا کتنې وروسته سترې محکمې ته واستوله

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۳:۱
logo

خبرپاڼه

کابل – افغانستان

۱۳۹۸ کال د تلې اتمه

لویې څارنوالۍ د محمد زمان احمدي دوسیه له بیا کتنې وروسته سترې محکمې ته واستوله

ښاغلی احمدي چې په ۱۳۹۱ کال د کابل د درېیمې حوزې ابتدایه محکمې له خوا، اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور په شل کال بند محکوم شوی و. نن دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د تلې اتمه د لویې څارنوالۍ د دوسیو بیا کتنې ته ټاکل شوي کمېسیون د نوموړي دوسیه تر بیا کتنې وروسته بشپړه او د وروستیو قانوني کړنو په موخه یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سترې محکمې ته واستوله.

محمد زمان احمدي له خپل شل کلن محکومیت څخه څه باندې شپږ کاله او لس میاشتې په بند کې تېرې کړې او ترڅنګ یې د جمهوري ریاست د بخښنې او بند مودې کمونې د فرمانونو له مخې، د بند موده پنځه کاله او شپږ میاشتې کمه شوې ده.

ویل کېږي، چې څو ورځې وړاندې د ښاغلي احمدي مدافع وکیل، په محکمه کې پر خپل موکل د صادر شوي حکم د بیا کتنې په موخه د لویې څارنوالۍ مقام ته لیکلې عرض پاڼه وړاندې کړې. له دې سره سم لویې څارنوالۍ د نوموړي دوسیه تر بیا کتنې او بشپړاوي وروسته سترې محکمې واستوله. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS