لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال په سلواغې کې د عسکري جنايي جرمونو ۱۸۵ قضیو ته رسېدنه کړې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۵

په دغو قضیو کې ۸ قضيې د قتل، ۲ د غلا، ۱ د اخلاقي جرمونو، ۸ د مالي او اداري جرمونو، ۱ د نشه يي توکو او ۱۶۶ هم د نورو جرایمو په تړاو دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د روان کال په سلواغې میاشت کې د عسکري چارو مرستیالۍ له لارې ۱۸۵ جنايي قضيې ثبت کړې دي، چې تر ټولو ډېرې قضيې د وظیفه يي غیابت، وهنې ټکونې او د وسلې د ورکې جرایم رانغاړي.

دا قضيې د اتهامنامو له ترتیب، اسنادو، شواهدو او د الزام د کافي دلایلو تر راټولولو وروسته محکمو ته استول شوې دي.

د یادو شویو قضیو له ډلې ۹۴ قضیو خپل محاکماتي مراحل بشپړ کړي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

د دغو جرمي قضیو له ډ‌لې، ۱۵۱ قضيې د تحقیقاتو د بشپړولو په موخه مسترد او اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.

یاد شویو قضیو ته د رسېدنې په پایله کې دوه میلیونه، ۳۷۲ زره او ۶۰۳ قضيې د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي او همداراز ۷۶ میله وسله هم د بېلابېلو قضیو له درکه ضبط شوې ده.

په دغو قضیو کې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، ننګرهار او پروان کې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS