لویې څارنوالۍ د ۳۸ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو د قاچاق ۳۱ قضیې د څېړنې تر بشپړاوي وروسته محکمو ته استولې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۸:۴۵
ago

له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې په دویمه اونۍ کې د ۳۸ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۳۱ قضیې پیدا کړې او څېړلې دي.

یاد ریاست دغه قضیې د څېړنو تر بشپړاوي، د دعوو د اتهام نامو له ترتیب او د جرمونو د اثبات لپاره د اسنادو، شواهدو او دلیلونو تر راوړنې وروسته؛ محکمو ته استولې، چې د ۳۱ کسانو په مظنونیت سره ۱۹ قضیې ابتدایي محکمې ته، درې قضیې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړې استیناف محکمې ته او نهه نورې د وروستیو پرېکړو په موخه د سترې محکمې د عامه امنیت دیوان ته استول شوې دي.

پر دې سربېره، له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست په دې وروستیو ورځو کې، د نشه یي توکو د ۱۶ بېلابېلو قضیو د تشرېح، تول، او بېلګو اخېستلو له پروسې څخه هم نظارت کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS