لویې څارنوالۍ عالي شورای غونډه د لویې څارنوالۍ سرپرست او تحقیق په چارو کې ددې ادارې مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۵/۴/۲۷ - ۸:۳۹
ago

 

پدغه غونډه کې چې ددې ادارې مرستیال او مرکزي ر‏ئیسانو ګډون درلود د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوۍ. په لمړۍ برخه کې د عالي شورای غړو د څارنوالانو مجلې او جریدې لیکوالانو د هیت تنخوا په اړه د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست پیشنهاد تایید کړ.

وروسته د لویې څارنوالۍ عالي شورای د آجندا سره سم د خلکو ممنوع الخروجی او پاسپورت د ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې. په نظامي چارو کې د څارنوالۍ معاونیت د وړاندیز متن پر بنسټ ډیری وخت په پاسپورت کې د مشابه نومونو او د پلار نوم نشتون له کبله د هغه وګړو پر ځای چې د څارنې لاندې دي نور اشخاص د هوایي ډګر څخه راګرځول کیږي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورای لارښوونه ورکړه دا چې د پاسپورت ریاست او سرحدي پولیس د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو لري، دغه ستونزه دې په بنسټیزه او هراړخیزه توګه حل کړي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورای د آجندا بله موضوع د هغه خلکو سرنوشت په اړه بحث وه چې د اختطاف او برمته کولو جرمونو په پایله کې یې د حبس موده تیره کړي وی ولی ددوی په غاړه د پاتی پیسو د نه ورکړی له امله چه باید متضرر ته یی بیرته ورکړي تر اوسه په زندان کی پاتی دی. عالي شورای پریکړه وکړه چه اړونده مراجع دی پدی برخه کی د جمهوری ریاست د عالی مقام د فرمان د هدایت سره سم اجراآت وکړي. ددی فرمان پر بنسټ د اختطاف په پایله کی په جزا محکوم شوی کسان  چه د حبس موده په زندان کی تیره کړی  او ددوی په ذمت پیسی چه باید متضرر/زیانمند ته یی ورکړی  نوی ورکړی د پیسو د ستنونلو پوری په زندان کی پاتی کیږی. 

وروسته له هغې پدغه غونډه کې د شمال او جنوب زون ځینو څارنوالانو د سرغړونو په اړه د تفتیش ریاست رپورټ ولوستل شو. عالي شورای غړو د څارنوالانو مسلکي او پرته د کومې سرغړونې کار د تاکید کولو پر مهال د تفتیش ریاست څخه و غوښتل چې د څارنوالانو کړنو د څارنی پر مهال دی هغوی ته لارښونی وکړي او د قصدی سرغړونو په صورت کی دی د څارنو نتیجه د عالی شورای سره شریکه کړي.

"

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS