لویې څارنوالۍ په وروستیو څو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۰ قضیې څېړلې دي

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۸:۲۹
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د خبریالانو او د بیان ازادۍ د ملاتړ په برخه کې د خپلو کړیو ژمنو پر بنسټ، په دې وروستیو څو کلونو کې د هېواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۰ قضیې څېړلې دي.

دا قضیې د بېلابېلو جرمونو لکه وژنې، وهنې ډبونې، توهین، ګواښ، ناقانونه نیونې او وسله والو بریدونو په اړه دي، چې له امله یې ۸۳ کسان په نغدي جزا، اوږدمهاله بند، ان اعدام محکوم شوي دي.

دغه قضیې په کابل، ننګرهار، هرات، غور، نیمروز، فراه، کندز، کندهار، بلخ، بادغیس، زابل، خوست، فاریاب، پروان، کاپیسا او بغلان کې رامنځ ته شوې دي.

د یادو قضیو له جملې څخه ۳۳ قضیې، د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب کمېټې له جوړېدو مخکې او ۲۷ نورې د یادې کمېټې له جوړېدو وروسته څارنوالۍ ته رسېدلې دي. هغه قضیې چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب کمېټې له جوړېدو مخکې څارنوالۍ ته رسېدلې، بشپړې شوې او په اړه یې ۳۸ کسان محکوم شوي دي.

له ۲۷ هغه قضیو څخه، چې د یادې کمېټې له جوړېدو وروسته څارنوالۍ ته رسېدلې، ۱۲ یې بشپړې شوې او ۱۵ نورې په محاکماتي مرحلو کې دي، چې په اړه یې ۴۵ کسان تورن پېژندل شوي دي.

د بېلګې په توګه، خوست کې د BBC د خبریال ښاغلي احمد شاه د ترور په اړه څو کسان نیول شوي، چې یو یې پر اعدام او بل پر ۳۰ کاله بند محکوم شوی دی. همداراز د کابل نیوز د خبریال ښاغلي ارغند د وژنې اړوند دوه کسان نیول شوي، چې یو یې پر اعدام محکوم شوی دی. په همدې ډول کولای شو، د ورته قضیو د جدي څېړنو اړوند نورې بېلګې هم وړاندې کړو.

د بیان ازادۍ د ملاتړ او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ په موخه د مطبوعاتي کنفرانسونو رابلل او د CMS له لارې د ( کشف، څېړنې او محاکمې) په بېلابېلو مرحلو کې د ورته قضیو جدي څېړنه د یادې ادارې نورې لاسته راوړنې بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS