لوی څارنوال: په لویه څارنوالۍ تغییرات او تبدیلات یو اصل دی

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۳/۸ - ۱۵:۵۱
4

محمد الف عرفاني له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال او فضل سلطان ساپی له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د عمومي رئيس په توګه د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر اتمه وټاکل شول.

محمد الف عرفاني د لویې څارنوالۍ ادارې د وړانديز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام د ۴۲۴ ګڼې حکم له مخې د مرستیال په توګه په دنده ګومارل شوی دی. نوموړي تر دې وړاندې له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز عمومي رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

له دې سره سم د بدخشان استیناف څارنوالۍ پخوانی رئیس فضل سلطان ساپی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام د ۴۴۲ ګڼې حکم له مخې له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د عمومي رئیس په توګه ګومارل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ د نوې رهبرۍ په راتګ سره په دغه اداره کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي او دا رهبري د فساد پر ضد کلکه مبارزه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS