مفتي شېرولي حقاني د کرکټ بورډ له عمومي رییس او حج او اوقافو وزارت له مرستیال سره ولیدل

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۲:۲۷
وزارت حج و اوقاف

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ارشاد حج او اوقافو، امر بالمعروف او اطلاعات او کلتور سکټور کمېټې د مفتي شېرولي حقاني په مشرۍ د کرکټ بورډ له عمومي رییس میرویس اشرف او د ارشاد حج او اوقافو وزارت له مالي او اداري مرستیال عارف الله عارف سره تعارفي ناستې کړې دي.

دې کمېټې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضان‌المبارک پر ۲۴ د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسوولانو ته د ا.ا.ا د مشرتابه ۳۲ ګڼې فرمان ضمیمه قانون په تړاو اړین معلومات ورکړي دي.

یاد فرمان چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست دندې او واکونه روښانوي، په دې وروستیو کې صادر شوی او د اجرا وړ دی.

 همداراز د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ارشاد حج او اوقافو، امربالمعروف او اطلاعات او کلتور سکټور کمېټې مشر او غړو د کرکټ بورډ له عمومي رییس او ځینو نورو مسوولینو سره لیدلي او د یاد فرمان په اړه یې معلومات ورکړي دي.

بل خوا د کرکټ بورډ او حج او اوقافو وزارت چارواکو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د امیرالمومنین حفظه الله ټول فرمانونه به په ښه ډول پلي کړي.

د دغو ناستو موخه، د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو تعقیب او څار بلل شوی او دا لړۍ په مرکز او ولایاتو کې په ډېرې چټکۍ سره روانه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

BACK TO NEWS