میک: لويې څارنوالۍ په تېر یوه کال کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه (میک) وايي، چې لويې څارنوالۍ په تېر یوه کال کې د پام وړ اغېزناکې لاسته راوړنې درلودلې دي.
د دغې کمېټې رئيس باري سلام په عدلي او قضايي سکتور کې د یادې کمېټې د سپارښتنو د پلي کېدو په تړاو د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۱۶ په خبري کنفرانس کې وویل، چې له اداري فساد سره د مبارزې او د روڼتیا د رامنځته کولو لپاره یې لویې څارنوالۍ ته ۵۱ سپارښتنې سپارلې وې او تر ډېره دا سپارښتنې پلې شوې دي.
ښاغلي سلام زیاته کړه: «د څارنې او ارزونې کمېټې له ۵۱ سپارښتنو څخه ۲۵ سپارښتنې په بشپړ ډول او ۲۱ يې په قسمي توګه پلې شوې، د څلورو سپارښتنو په تړاو محدود پرمختګ شوی او یوازې یوه سپارښتنه نه ده پلې شوې، چې دا سپارښتنه هم د حقوقي ملاحظاتو له امله ځنډنه شوې ده.»
د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې رئيس وویل، لويې څارنوالۍ د روان کال په غبرګولي میاشت کې د عالي شورا له لوري پنځه کلنه ستراتيژي تصویب کړه او دا ستراتیژي د اصلاحاتو په راوړلو او د سپارښتنو په پلي کولو کې خوار ګټور ګام بللی شو.
نوموړي یادونه وکړه، د دې کمېټې څارنې او ارزونې ښيي، چې لویې څارنوالۍ په تېر یوه کال کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو او ولسوالیو کې ۳۸ څارنوالۍ فعالې کړې، چې دا څارنوالۍ له تېرو اتو کالو راهیسې تړلې وې او همداراز دې ادارې د ښځینه کارکوونکو شمېر له درې سلنې څخه ۲۱ سلنې ته لوړ کړی دی.
ښاغلي سلام همداراز وویل: «لویې څارنوالۍ له پنځو زرو څخه د زیاتو کارکوونکو معلومات د بشري سرچینو د مدیریت په سیسټم کې درج کړي او دا کار مرسته کوي، د څارنوالانو د کارونو او اجرااتو دقیقه ارزونه او څارنه وشي.»
همدارنګه د لویې څارنوالۍ له خوا د ګټو د ټکر فورم نهايي کېدل چې د حکومتي موقف او امکاناتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی کوي، د څارنې او ارزونې کمېټې له خوا ګټور ګام وبلل شو.
د څارنې او ارزونې کمېټې رئيس یادونه وکړه، دغې کمېټې په دوو نورو څارنیزو راپورونو کې هم د لویې څارنوالۍ له خوا د سپارښتنو د پلي کولو په برخه کې معلومات وړاندې کړي وو، چې د څارنوالانو لپاره د دندو د لایحو چمتو کول، تشکیلاتي اصلاحات، د غیر اړینو او ناقانونه توقیفونو مخنیوی، د پلان او بودیجې جوړونې په پروسو کې د ولایتونو د استیناف څارنوالانو رابلل، د څارنوالانو پر کړنو د څارنې لړۍ پياوړې کول او د شکایتونو د اورېدنې او رسېدنې میکانیزم تدوین او پلي کول يې د یادونې وړ دي.
په ورته مهال کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې د څارنې او ارزونې برخې مسؤول حمیدالله تواب د اصلاحاتو په برخه کې د لویې څارنوالۍ اجراات وستایل او زیاته يې کړه، چې دمګړۍ د عدلي او قضايي ادارو تر منځ همغږي د پخوا په پرتله ښه شوې او دا کار مرسته کوي تر څو قضيې په دقیقه توګه وڅېړل شي.
ښاغلي تواب زیاته کړه: «تر دې وړاندې لویې څارنوالۍ په ولایتونو کې د تشکیل ستونزه درلوده او له نېکه مرغه اوس دا ستونزه په ډېرو ولایتونو کې حل شوې ده.»
د نوموړي په باور، اوسمهال په ولایتونو کې د څارنوالانو اجراات په کمپيوټري بڼه ترسره کېږي او د پخوا په نسبت يې کارونه منظم او چټک شوي دي.
په ورته مهال کې د دغې کمېټې مسؤولانو اندېښنه څرګنده کړه، چې په ځینو ولایتونو کې د عدلي طب او کریمینال تخنیک لابراتوارونو لپاره د امکاناتو او مناسبو تجهیزاتو نشتوالی او د هېواد په ولسوالیو کې د برېښنا او انټرنټ د نشتوالي له امله د قضیو د مدیریت سیسټم په ښه توګه پر مخ نه ځي.
د یادونې وړ ده، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې تر دې وړاندې هم لویې څارنوالۍ ته د سپارښتنو د ارزونې په اړه دوه څارنیزې خبري غونډې ترسره کړې وې او د لویې څارنوالۍ اجراات يې ستایلي وو.