میک کمېټه: لویې څارنوالۍ د دغې کمېټې ټولې سپارښتنې تطبیق کړې دي

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډې او خپلواکې کمېټې(MEC) په ۱۳۹۶ کال لویې څارنوالۍ ته د اداري فساد پر ضد د مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې ۵۰ سپارښتنې ټاکلې وې. لویې څارنوالۍ له یاد شمېر سپارښتنو څخه ۴۰ سپارښتنې چې په بشپړه توګه په دې اداره پورې اړوندېږي تطبیق کړې دي او پاتې لس چې له نورو بنسټونو سره مشترکې دي، لازیات کار ته اړتیا لري، څه نا څه یې تطبیق شوې دي.
یادې کمېټې په خپل تازه راپور کې چې د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۲ یې خپور کړ، په لویه څارنوالۍ کې د دغې کمېټې د سپارښتنو د تطبیق او پرمختګ په اړه خبر وکړی او زیاته کړې یې ده، چې د راپور ورکونې په دغې دوره کې هېڅ سپارښتنه ناتطبیق نه ده پاتې شوې.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزونې او نظارت د ګډې او خپلواکې کمېټې د مسؤولانو د خبرو پر بنسټ، یادې کمېټې په خپل لومړي راپور کې چې د ۲۰۱۷ م کال د جولای میاشت کې یې خپور کړی، د اداري فساد پر وړاندې پر جدي هڅو ډېر ټینګار کړی دی. د لویې څارنوالۍ رهبرۍ او نورو اړونده بسټونو د دغې راپور له نشر سره سم، لویه څارنوالۍ کې د اداري فساد له امله د زیانمن شوو برخو او د دغې کمېټې د سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي هڅې پیل کړې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې کابل کې د لویې څارنوالۍ دفتر د برېښنایي حاضرۍ په سیسټم (بایموتریک) سمبال دي او له دغه سیسټم څخه په کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ کې هم استفاده کېږي.
لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې زیاتوالی یوه بله مسله ده، چې یادې کمېټې یې پخپل راپور کې یادونه کړې ده. د دغې راپور پر بنسټ، په دغې اداره کې د ښځو ونډه له درې سلنې څخه ۲۲ سلنې ته پورته شوې ده.
مېک کمېټه په خپل راپور کې زیاتوي، چې په ټوله کې د لویې څارنوالۍ په مسلکي او اداري برخو کې د ښځو سلنه زیاته شوې او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه هم ۴۰ ښځینه کارکوونکې په دندو ګمارل شوې دي. په دغه راپور کې راغلي، چې لویه څارنوالي د کارکوونکو د ګمارنې بهیر کې د ګمارنې کړنلاره په پام کې نیسي.
د دغه راپور پر بنسټ، لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د ازادې سیالۍ له لارې ۴۳۱ کارکوونکي په دندو ګمارلي چې له دې ډلې ۵۷ یې ښځینه کارکوونکي دي.
د مېک کمېټې د راپور له مخې، د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې چارو مرستیالۍ د اداري فساد ۲۴۹ قضیې ثبت کړې، چې تر څېړنې لاندې دي او له دې جملې ۳۳ قضیې څېړل شوې او د حکم د ورکړې په موخه محکمو ته استول شوې دي.
په عامه او خصوصي ادارو کې د ښځو د ځورونې او سپکاوي د مخنیوي لپاره د ځانګړې څارنوالۍ ریاست جوړول، ښځو ته د یو خوندي کاري چاپېریال رامنځ ته کول او د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې څانګو جوړول د لویې څارنوالۍ هغه کړنې او لاسته راوړنې دي، چې مېک یې په خپل راپور کې یادونه کړې ده. همداراز په دې راپور کې راغلي، چې تر دې وړاندې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څانګې یوازې په لویو ولایتونو(د هېواد زونونو) کې فعاله وې.
لویه څارنوالۍ کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډې او خپلواکې کمېټې د راپور پر بنسټ، عدلیې وزارت، عامې روغتیا وزارت او سترې محکمې د اکسپرس کمېټې په همکارۍ چې( د هېواد د اجرایه ریاست له خوا د یادې کمېټې د سپارښتنو د تطبیق د څارنې په موخه ګمارل شوې ده) یو ګد کاري ټيم کابل کې د عدلي طب د ازمایښتونو DNA د فعالولو لپاره جوړ کړی دی.
په یاد راپور کې د عدلي او قضایي بنسټونو تر منځ پرلاهمغږۍ، د قضیو د ثبت سیسټم په سم مدیریت، د جمهوري ریاست د فرمانو پر تطبیق او عدالت ته د هېوادوالو پر یو شان لاسري ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډې او خپلواکې کمېټې، په خپل مخکیني راپور کې هم د خپلو سپارښتنو د تطبیق په برخه کې د لویې څارنوالۍ هڅې ستایلې وې.