ننګرهار استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۸۹۸ قضيې ثبت او رسېدنه ورته کړې

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۲:۴۶
ago

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ریاست ۸۹۸ قضیې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ثبت او رسیدګي کړې دي.

په دغو قضیو کې ۲۲ قضيې د قتل، ۹۵ د غلا، پنځه د اخلاقي جرمونو، ۲۳۱ د نشه يي توکو، ۸۰ د ترافیکي جرمونو، ۱۱۳ د مالي او اداري جرمونو، ۱۸ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۲۲۰ هم د نورو متفرقه جرمونو په تړاو دي.

له دې ډلې ۲۹۴ قضیې د اتهامنامو له ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته او ۱۹۵ هم استیناف محکمې ته لېږل شوې دي، د ۱۲۶ قضيو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۴۸ قضيې د الزام د کافی دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې، ۱۸۶ قضيې په محاکماتي پړاو کې دي او ۴۸ قضيې هم د رسیدګۍ واک د نه درلودلو له کبله اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې اووه موټرې، ۱۲۱ میله وسله، درې برچې، ۳۰ ګرامه هیرویین، ۶۷ ګرامه تریاک او ۱۴۵ کیلوګرامه چرس مصادره شوي دي.

همداراز یو میلیون او ۶۶۹ زره افغانۍ نقدي جریمه هم د دولت بانکي حساب ته لېږل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS