په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کابل اسیتناف څارنوالۍ ۷۱۱ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۵:۳۰
ago

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کابل اسیتناف څارنوالۍ ۷۱۱ قضیو ته رسیدګي کړې

د کابل استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹مالي کال کې ۷۱۱ جرمي قضیې ثبت او د تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته يې محکمو ته استولې دي.

په دغو قضیو کې ۱۰۷ قضيې د قتل، ۱۳۳ د غلا، ۱۶ د اخلاقي جرایمو، ۱۳۵ هم د نشه يي توکو، ۱۸۱ مورده د ترافیکي جرمونو، ۱۳ مورده د اداري فساد او ۱۲۶ هم د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.

د دغو قضیو له ډلې د ۱۶۹ قضیو محاکماتي مراحل بشپړ شوی او د یادو شویو قضیو تورن کسان له درېيو میاشتو تر ۳۰ کالو بند او نقدي جزام محکوم شوي دي.

همداراز ۵۰۶ قضيې ابتدايي او استیناف محکمو ته استول شوې او ۱۸ نورې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پر پاتې نورو قضیو کار روان دی.

د دغو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې، یو میلیون او ۶۶ زره افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت حساب ته لېږل شوې ده. همدارنګه ۲٫۷۲۰ کیلوګرامه هیرویین، ۳۳٫۸۰۴ کیلوګرامه تریاک، ۱۹۶٫۴۶۲ کیلوګرامه چرس، ۵۰٫۵ ګرامه شیشه، ۴۰ دانې ک. ګولۍ او ۶۱٫۵ لیتره الکولي مشروبات ضبط شوي دي.

د کابل استیناف څارنوالۍ د راپور پر اساس، دغې څارنوالۍ ۴۳۰ قضيې چې په التوا حالت کې وې، رسیدګي کړې او همداراز په تېر مالي کال کې يې هره میاشت د ستونزو او نواقصاتو د حلولو لپاره له امنیتي او کشفي ادارو سره د همغږي ناستې کړې دي.

دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کابل د ۱۴ ولسوالیو د ابتداییه څارنوالیو د کارکوونکو د اجرااتو د اروزنې په موخه د دغو ولسوالیو له سپین ږیرو، علماوو او ځوانانو سره غونډې کړې او د دوی پر ملاتړ او همکارۍ يې ټینګار کړی دی.

همداراز له محلي، کشفي او قضايي بنسټونو او له ولسوالانو، د محکمو له رئيسانو او د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له داري فساد سر د مبارزې او د ښې همغږۍ په موخه وخت ناوخت غونډې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS