ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړي څارنوالۍ د همغږۍ څلورمه ناسته کابل کې ترسره شوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۵/۲۰ - ۸:۳۹
ago

 

د لویې څارنوالۍ مسلکي زده کړو انستیتوت د حقونو پراختیا نړیوال سازمان په همکارۍ، ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ عمومي ناسته ترسره کړه.

پدغې ناسته کې چې نن دوشنبه د زمري پر ۱۸ مه کابل کې ترسره شوه، پوهنملې ملیحه حسن، مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوالۍ مرستیاله، ماری لو شرام، د حقونو پراختیا نړیوال سازمان رئیسه، د لویې څارنوالۍ ځیني مرکزي رئیسانو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړي څارنوالۍ ولایتي مسؤولینو ګډون کړی و.

پوهنملې ملیحه حسن، د لوی څارنوالۍ مالي او اداري مرستیالې چې د دې پروګرام پیلوونکې وه، لوی څارنوالۍ سره د حقونو پراختیا نړیوال سازمان له همکاریو په مننې وویله:" موږ د خپل همکارانو ظرفیت لوړلو په لړ کې په خاصه بیا ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړي څارنوالۍ په برخه کې، هلې ځلې کوو. دا هلې ځلې د هیواد د ښځو د وضعیت ښه والي دپاره دي. ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالانو د پوهې کچې لوړول کولای شي موږ سره د افغانستان د ښځو د حقونو په ساتنه کې مرسته وکړي."

آغلې ماری لو شرام، د حقونو پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) رئیسه، ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړي څارنوالۍ څارنوالان یې د افغانستان د عدلي او قضایي نظام مهمه برخه وګڼله. د هغې په باور دغه کسان دا وړتیا لري څو قانون پلی کړي.

هغې ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالانو سره په اشارې، زیاته کړه: " تاسو کولای شئ افغانستان کې د ښځو او ماشومانو حقونو څخه ملاتړ وکړئ. همداراز تاسو دا وړتیا لرئ څو یو با ثباته او قانونمند هیواد رامنځته کړئ. که تاسو دا اراده لرئ، نو د حقونو پراختیا نړیوال سازمان به په جدي توګه پدې لړ کې تاسو سره مرسته وکړي."

دا پروګرام به درې ورځې دوام وکړي. د حقونو پراختیا نړیوال سازمان د لوی څارنوالۍ یو له مهمو تمویل کوونکو څخه دی. دا سازمان له څو کاله پدیخوا ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ځانګړي څارنوالۍ عمومي ناسته ترسره کوي. په دغو ناستو کې افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه والي پر وړاندې پرته ستونزو، ننګونو او پر کړنلارو بحث ترسره کیږي.  

"

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS