یو تن له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې په تور محاکمه شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۶ - ۱۵:۳۰
yak tan

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ایستیناف محکمې یو کس له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۶ په علني ډول محاکمه کړ.

د دغې قضایي ناستې پلاوي، نیاز محمد له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په درېیو مواردو کې د جزا کود د ۲۱۵ مادې څلورمې فقرې په نظر کې نیولو او همداراز د یاد شوې کود د ۴۰۳، ۱۴۱، ۷۸ او ۱۷ مادې دویمې فقرې لومړي بند په رعایتولو د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې او د جزا قانون د ۱۴۵ او ۲۵۸ مادې دویمې فقرې مطابق په یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند او دوه سوه او څلوېښت زره افغانیو نقدي جریمې په ورکړه محکوم کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې نیاز محمد له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په دریو مواردو کې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایې مرکز د ابتدایي محکمې له خوا هم په یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شوی و.

د یادې شوې قضایي ناستې رئیس وویل، چې دا نهایي پرېکړه نه ده، د یاد تورن د قناعت نه لرلو په صورت کې د تمیز غوښتنې حق خوندي دی.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS