ولایتی خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۵:۳۷

د کندهار استیناف څارنوالۍ ریاست د نوی ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دغې ودانې چارې د کندهار ښار یوولسمې ناحیې اړوند د عینو مینې ښارګوټي په اداري کمپلکس کې د ۷۶ میلیونه او ۸۶۷ زره او ۸۴۷ افغانۍ لګښت سره په شپږ جریبه ځمکه پېل شو. دغه ودانۍ چې چارې به یې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۱۲۸۱ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ریاست په تېر مالي کال کې ۱۲۸۱ قضیې ثبت کړې، چې له دغې شمېرې څخه ۷۴۳ ابتداییه محکمې پرېکړه کړې، ۳۰۶ قضیې قطعي او بشپړې شوي، ۲۳۲ قضیې د څارنوالۍ او محکمو تر کار. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۹:۴۵

د قندهار استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې، ۲۱۶۲ قضیې څېړلې دي

د قندهار استیناف څارنوالۍ ریاست د خپل کاري پلان له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ، ۲۱۶۲ قضیې څېړلې او ۵۸۱ قضیې یې د اتهام‌نامو او صورت دعوی له ترتیب وروسته په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۵:۱۲

په شپږو ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ کارکوونکو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۶۶۵۰۰ سي سي وینه ورکړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال د هدایت پر بنسټ، د کب د نهمې (د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې) په ویاړ، د ۱۳۹۸ کال د کب پر ۱۳ د بغلان، غور، جوزجان،. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۵

د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې، ۹۳۲ جنایي قضیې څېړلې دي

د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست د خپل کاري پلان له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ، ۹۳۲ جنایي قضیې څېړلې او یادې قضیې یې د اتهام‌نامو او صورت دعوی له ترتیب. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۱:۶

د کنړ استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴۶۰ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

د کنړ استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۴۶۰ قضیې ثبت کړې او ارزولې دي. د دغو  قضیو له ‌ډلې یې ۲۷ د وژنې، ۴۸ یې د غلا، ۵۲ یې د نشه یې توکو، ۶۴ د ترافیکي جرمونو، ۹ د اداري فساد، ۱۰ له. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۱۰:۳۲

د خوست استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې، ۸۸۵ جنایي قضیې څېړلې دي

د خوست استیناف څارنوالۍ ریاست د خپل کاري پلان له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ، ۸۸۵ جنایي قضیې څېړلې او یادې قضیې یې د اتهام‌نامو او صورت دعوی له ترتیب. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۹:۴۸

د جبل سراج او بګرام ولسوالیو د ښاروالانو دوسیه محکمې ته واستول شوه

د پروان ولایت د جبل سراج او بګرام ولسوالیو ښاروالان له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې، دنده کې د لاس وهنې، حقیقت پټولو، غدر او تزویر په تور تر عدلي تعقیب لاندې دي . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۷:۷

د ۸۵۱۴ ګرامه سرو زرو د قاچاق دوسیه محکمې ته واستول شوه

یو ۱۹ کلن زرګر د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۵ د ملي امنیت د مسؤولینو له خوا، د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوایي میدان کې له ۸ کیلو او ۵۱۴ ګرامه سرو زرو سره ونیول شو . . .

Pagination