محمد فرید "حمیدي": "باکیفیته خوراکي توکو ته لاسرسی د ښاریانو حقوقو څخه دي"

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۵/۲/۱۲ - ۸:۳۹
ago

 

ښاغلي حمیدي د عالي شورا په ناسته کې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی څارنوالۍ د معاونینو او رییسانو په ګډون د یکشنبې پر ورځ غوي په ۱۲ نیټه جوړه شوې وه، وویل: با کیفیته خوراکي توکو ته لاسرسی د ښاریانو حقوقو څخه دي.  

د دغې ناستې یو له مهمو موضوعاتو څخه د "بورې" اووه کچوړو په هکله د تدقیق او مطالعاتو ریاست وړاندیز و چې د مصرفولو وروستۍ نیټه یې تیره شوې وه. د بورې دغه کڅوړي څه موده وړاندې د ختیځ سرحد له لارې هرات ته واردې شوې دي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا پریکړه وکړه څو ټول هغه کسان چې د دغو کڅوړو واردولو کې لاس لري، تر جدي تعقیب لاندې راوستل شي.

محمد فرید حمیدی پدې هکله وویل: "لویه څارنوالي مسؤلیت لري ترڅو عامه حقوق حفظ کړي. باکیفیته خوراکي توکو او دواګانو ته لاسرسی د ښاریانو حق دی."

د لویې څارنوالۍ عالي شورا پریکړه وکړه چې ګمرکاتو او عامې روغتیا وزارت ته هدایت ورکړل شي څو د دواګانو او خوراکي توکو د وروستي مصرف نیتې ته جدي پاملرنه وکړي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا پریکړې له مخې، وارداتو په وخت کې د خوراکي توکو او دواګانو مصرفولو نیټه باید د ګمرکاتو لپاره اصلي معیار وي.

که چیرې د توکو مصرفولو نیټه تیره شوې وي، ګمرک او د عامې روغتیا وزارت حق نلري څو دغه شان توکي د کیفیت تثبیتولو دپاره لابراتوار ته واستوي.

همداراز، د عالي شورا پدغه ناسته کې، ګډونوالو د سمیع الدین "رهین"، د هرات استنیناف څانوالۍ پخواني رییس روح ته دعا وکړه. ښاغلی رهین تیره اوونۍ د یو غلچکي برید له کبله هرات ولایت کې شهید شو. په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ عالي شورا یو ځل بیا د جمهوري ریاست مقام او امنیتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د څارنوالانو امنیت خوندي کولو ته لا ډیره توجه وکړي.

 

"

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS