میربچه کوټ او ګلدرې ولسوالیو د څارنوالیو ساختمان بنسټ ډبرې کیښودل شوې

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۵/۶ - ۱۵:۳۹
4

میربچه کوټ او ګلدرې ولسوالیو څارنوالیو د بنسټ ډبره د ۱۳۹۵ لمریز کال چنګاښ میاشتی په ۱ نیټه د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال ښاغلي نور حبیب جلال او ددې ولسوالۍ د مسوولینو لخوا کیښودل شوه.

په هغه مراسمو کې چې د همدې موخې لپاره په اړوندو ولسوالیو کې ترسره شوه، د تحقیق مرستیال وینا وکړه او ویې ویل: د بنسټ لرل د ادارې اساس او بنسټ تشکیلوي چې الحمدالله د لویې څارنوالۍ ادارې تر یوه بریده دا ستونزه حل کړیده، مګر سره لدې هم باید پدې برخه کې ډیری  هلې ځلې وشي. هغه د خلکو څخه وغوښتل چې د قانون حاکمیت او عدالت تامین په برخو کې د لویې څارنوالۍ ادارې سره همکاري وکړي.

ورسته لدې د میربچه کوټ ولسوال عبدالرحیم راشد خبرې وکړې او زیاته یی کړه: د کوهدامن خلک قانون غوښتونکي خلک دی تل یی د محلي ادارو سره د عدالت د تامین په برخه کی مرستی کړي دي.

د میربچه کوټ او ګلدرې ولسوالیو ودانۍ ۴ کاري اطاقونه، ۱ صالون، ۱ مجهزه اشپزخانه/پخلنځای او عصری تشنابونه او احاطوي دیوالونو لري. چې د ۲۵۰ متره مربع په مساحت کی په پاخه او بنسټیزه توګه ابادیږي.

د یادونی وړ ده چې د یادو ودانیو کار د لویې څارنوالۍ ادارې د اختیاري انکشافی بودجې څخه د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په اوږدو کې بشپړیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS