څارنپوه محمد فرید حمیدي: " ګمارنې د چارو غوره والي لپاره، لویې څارنوالۍ کې ترسره شوې"
د هیواد لوی څارنوال دغه موضوع د لویې څارنوالۍ عالي شورا په غونډه کې بیان کړه. یاده غونډه د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي تر مشرۍ لاندې د معاونانو او عالي شورا د غړو په حضور کې د یکشنبې په ورځ د لړم میاشتې په ۳۰ نیټه د ارزښتمندو موضوعاتو په اړه د پریکړې کولو لپاره ترسره شوه.
ددې غونډې په لمړي برخه کې پدغه اداره کې د نوو ګمارنو په اړه د لویې څارنوالۍ وړاندیز او د جمهور رییس حکم ولوستل شو. د ۱۳۹۵ کال د لړم میاشتې ۲۲ نیټې ۲۹۰ ګڼه وړاندیز او د ۱۳۹۵ کال د لړم میاشتې ۲۸۰۱ ګڼې منظوري پر اساس مرویس امرخیل د تحقیق رئیس په توګه، محمد حکیم حکیمی د ابتدائیه څارنوالۍ رئیس په توګه، شیر علی د اداري فساد د سنګینو جرمونو پر وړاندې مبارزې د استیناف رئیس په توګه و ګمارل شو. په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ د ۱۹۵ ګڼی وړاندیز او جمهور رئیس د حکم پر اساس تورن جنرال شمس الحق جعفري د تورن جنرالی بست کې د عسکري استیناف رئیس په توګه او عبدالله د برید جنرالی بست کې د عدلي او قضایی مرکز ځانکړي ابتدایه څارنوالۍ رئیس په توګه و ګمارل شو.
برید جنرال سید علم اسحاق زی د تورن جنرالی بست کې د عسکري جرمونو استیناف عمومی رئیس په توګه، حکمت الله ناصري د اداري فساد پر وړاندی مبارزی څارنوالۍ رئیس په توګه او محمد نواب د لوی څارنوالۍ د تحریراتو او دارلانشاء رئیس په توګه وټاکل شو.
د دی غونډی په ورستي برخه کی، د زندانیانو برخه لیک ټاکلو په موخه د ایران او افغانستان تر منځ د زندانیانو د تبادلی تفاهم لیک په اړه بحث ترسره شو. د آزادۍ د سلبولو پر ځایونو د نظارت رئیس د عالي شورا لخوا موظف شو چې د افغانستان او ایران تر منځ د زندانیانو د تبادلې تفاهم لیک مواد د مجرمانو د استرداد قانون ۴۷ مادی سره سم وڅیړي او پایلې یې د سترې محکمې د عالي شورا سره د ستونزو د حلولو لپاره شریکې کړي تر څو زر تر زره د زندانیانو برخه لیک وټاکل شي. د دې تفاهم لیک پر بنسټ په ۱۳۹۵ کال کې تر دې دمه ۲۱۵ افغان زندانیان د ایران هیواد څخه افغانستان ته رالیږدول شوي.
د دې غونډې په پای کې د مجرمانو د احضار د ضمانت ورکولو په اړه د پنجشیر ولایت څارنوالۍ ریاست وړاندیز تر بحث لاندې ونیول شو. د لویې څارنوالۍ عالي شورا پرکړه وکړه چې پدی اړه د مخه تصمیم نیول شوی، د تحریراتو او دارالانشاء ریاست ته دنده ورکړل شوه څو ټولو ولایاتو ته د هغی متحدالمال ولیږي. د استیناف څارنوالی کولای شي د هغی سره سم اجراآت وکړي.
د محبس چارو د تنظیم مقرری ۲۷ مادې او د محبسونو او توقیفخانو ۳۷ مادی پر اساس زندانیان د ضمانت په ورکولو سره د رخصتی څخه د استفادی حق لري.
"
