د سیمه ییزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د پوهاوي غونډه وشوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱/۱۵ - ۱۵:۵۱
24

دغه غونډه د لويې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي، د ماشومانو د سرغړونو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ له خوا  د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) په مرسته د ۱۳۹۷ کال د وري پر ۱۵ وشوه. په دغه غونډه کې د یادې شوې ادارې د بېلابېلو برخو کارکوونکو ګډون کړی و.

د یادې شوې مرستیالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمولو آمریت امرې عاطفې حرمت وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په اړه د ښځو پوهاوی د دغه آمریت موخه ده.

 د آغلې حرمت په خبره، د لويې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي، د ماشومانو د سرغړونو او د بشري حقونو، د ملاتړ مرستیالۍ او د یادې شوې مرستیالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو آمریت کوښښ کوي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پوهاوي پروګرامونه ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته وغځوي.

نوموړې زیاته کړه، له ښځو سره دتاوتریخوالي د قضیو د شميرو او علتونو پیدا کول هم د یاد شوي آمریت دنده ده او دغه آمریت په ۱۳۹۶ کال کې په مرکز او ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوه زره قضیې ثبت کړې دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د جنډر آمرې حمیدې احمدي، له ښځو سره د تاوتریخوالي له قانون څخه د ښځو ناخبرې د دوی پر وړاندې یوه ننګونه وبلله. نوموړې د خپلو خبرو په تړاو زیاته کړه:«له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې د پوهاوي پروګرام د ښځو د پوهاوي د کچې لوړولو تر څنګ د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه هم کمولای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دغه آمریت څه موده مخکې هم د پوهنې په وزارت کې د ښځینه کارکوونکو لپاره له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې د پوهاوي پروګرام جوړ کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS