دوه څارنوالان د رشوت اخیستلو په جرم ونیول شول

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۳/۲۱ - ۱۵:۵۱
4

کابل، د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷

د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت ریاست دوه څارنوالان د رشوت اخیستلو په جرم نیولي او په دې اړه  يې ترې پوښتنتې پيل کړې دي.

د کنټرول او مراقبت ریاست د معلوماتو پر اساس په تېره یوه میاشت کې دا درېیم څارنوال دی، چې د رشوت اخیستنې په جرم نیول کېږي. په اداري فساد او ناقانونه چارو کې د ککړو کسانو نيول او قانوني چلن ورسره کول د د لویې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مخنیوي په لومړیتوب کې ده.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA)  په خپل وروستي راپور کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ هڅې ستایلې وې او زیاته کړې يې وه، چې لويې څارنوالۍ د روڼتیا او حساب ورکونې په برخه کې او همداراز له فساد سره مبارزه او رښتینولي عملاً ثابته کړې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويې څارنوالۍ له خوا په ښار کې ګرځنده ګزمو او جدې څارنې په وروستي یوه کال کې اداري فساد ته د څارنوالانو لاس لنډ کړی دی.

په تېرو دوو کالو کې دغې ادارې په اداري فساد کې ښکېل ۳۴ کارکوونکي نیول شوي او دا له اداري فساد سره د لویې څارنوالۍ جدي مبارزه او نه زغم ښيي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS