یو تن د اختلاس په تور په علني ډول محاکمه شو

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۷/۱ - ۱۵:۵۱
36

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې، شېراقا د عثمان زوی د اختلاس په تور د ۱۳۹۷ کال د تلې پر لومړۍ په علني ډول محاکمه کړ.

د دغې ناستې قضایي پلاوي، نوموړی تورن د امید بهار شرکت څخه د ۶۰۱ زره او ۱۲۷ ډالرو د اختلاس په تور د جزا کود د ۳۹۳ مادې په رعایتولو د ۳۹۲ مادې پنځمې فقرې او ۳۹۸ مادې لومړۍ فقرې له مخې په لس کاله تنفیذي بند محکوم کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه مرکز ابتدایي محکمې، نوموړی تورن په همدې جرم په لس کاله تنفیذي بند او د پېسو څښتن ته د اختلاس شویو پېسو په سپارنه محکوم کړی و.

د یادې شوې قضایي ناستې رئیس وویل، چې دا وروستۍ پرېکړه نه ده، تورن د نارضایتۍ په صورت کې د استیناف غوښتنه هم کولای شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS