لویه څارنوالي: په هېواد کې د ۵۵۴ جعلي پېژندپاڼو له عاملینو څېړنه روانه ده

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۶ - ۲۰:۱۰
4

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ پر ۲۶ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د جمهور رئيس له لوري د لويې څارنوالۍ په مشرۍ د تزویري پېژندپاڼو د موضوع د څېړلو په تړاو جوړ شوي پلاوي په هېواد کې ۵۵۴ جعلي پېژندپاڼې تثبیت کړې او عاملین يې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

څو میاشتې وړاندې ځینو سیاسي احزابو ادعا کړې وه، چې په هېواد کې ګڼې تزویري پېژندپاڼې توزیع شوې او دا پېژندپاڼې د ټاکنو د بهیر روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي؛ خو د ښاغلي رسولي په وینا د پلاوي له خوا د څېړنو تر بشپړاوي وروسته هم دغو سیاسي بهیرونو د جمهور رئیس له خوا ټاکل شوي پلاوي ته د جعلي پېژندپاڼو په تړاو اسناد نه دي سپارلي.

ښاغلي رسولي رسنیو ته وویل، چې په دې تړاو له ۲۳۰ مظنونینو او تورنو څخه څېړنه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه «لویې څارنوالۍ ته همدارزا د امنیتي او کشفي ادارو او د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون له لوري د ټاکنیزو جرایمو اړوند ۸۱ قضیې رسېدلې دي او په تړاو يې د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئیس په ګډون د دغه کمېسیون ۲۲ او د دولتي ادارو ۳۲ کارکوونکو، د ولایتي شورا ۴ نوماندانو او ۱۵۵ عادي کسانو څخه څېړنې کېږي».

له دغو کسانو د ټاکنیزو سټیکرونو د پلور، د جعلي پېژندپاڼو د استعمال او انتقال، د ټاکنیزو حساسو موادو د غلا او د ټاکنیزې پروسې د اخلال په تور پوښتنې ګروېږنې کېږي.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، د دغه پلاوي د څېړنو په پایله کې په پکتیکا ولایت کې د اساس ۷ جلده تزویري کتابونه ګوتو ته ورغلي او په تړاو يې ۵ کسان نیول شوي هم دي.

نوموړي وویل، چې د تزویري پېژندپاڼو د څېړنې پلاوي ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځینې طرحې وړاندې کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې د دا ډول ستونزو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د سیاسي احزابو له لوري تر ادعا وروسته د تزویري پېژندپاڼو د موضوع څېړلو لپاره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت،  د ملي امنیت ریاست، د معلوماتو او احصايې ملي ادارې، د نفوسو د احوال ثبتونې ادارې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په ګډون د ګډ پلاوي د جوړاوي سپارښتنه کړې وه، چې اوس دغه پلاوي خپلې څېړنې پشپړې کړې او ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې خپل راپور استولی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS