خلک د اساسي قانون اصلي خاوندان دي

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۱ - ۱۹:۳
qanoon

دا خبره په قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه، "د افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو د بنسټیزو حقونو د څېړنې" د بحث په سیمینار کې د ۱۳۹۸ کال د وري پر یوولسمه د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت په تالار کې  وکړه.

په دغه پروګرام کې د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، په عسکري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي، د اساسي قانون پر تطبیق د نظارت د خپلواک کمېسیون غړي عبدالرووف هروي او د یادې شوې ادارې ځينو رئیسانو، څارنوالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

په قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکتر غلام حیدر علامه، د لویې څارنوالۍ او د اساسي قانون پر تطبیق د نظارت کمېسیون دا نوښت وستایه او زیاته یې کړه: «د افغانستان اساسي قانون د خلکو میثاق او مهم ملي سند دی، چې هېوادوالو پرې تړون کړی دی.»

alama

ښاغلي علامه ټينګار وکړ، چې په اساسي قانون کې د ژوند کولو تر حق وروسته د ازادۍ حق د یاد شوي قانون مهمه برخه ګڼل کېږي. د نوموړي په خبره دا حقوق د جزایي عدالت په برخه کې ډېر اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه: «دا د څارنوالانو او قاضیانو دنده ده، چې په اساسي قانون کې ازادۍ او د هغه اصول د هېواد د اتباعو د بنسټیزو حقونو په برخه کې تطبیق کړي.»

نوموړي همداراز خلک د اساسي قانون اصلي خاوندان او څارنوالان او قاضیان یې د دوی د حقونو او ازادیو په رعایت مکلف وګڼل.

په قضایي تعقیب چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال په خبره، اساسي قانون د ډېری قوانینو په رأس کې قرار لري او د اساسي قانون حکم د قانون د مور په توګه نورو قوانینو ته یو اصل دی.

له بلې خوا د اساسي قانون پر تطبیق د نظارت کمېسیون غړي عبدالرؤوف هروي، اساسي قانون ملي وثیقه وګڼله او ویې ویل، چې درې ګونې قوې او دولتي خپلواکې ادارې د اساسي قانون په چوکاټ کې رامنځ ته شوي دي. د ښاغلي هروي په خبره، د اساسي قانون د احکامو او ارزښتونو د ساتنې لپاره د نړۍ ډېر هېوادونه ځانګړې ادارې لري، چې یاد شوي ارزښتونه او احکام خوندي کړي. د نوموړي په خبره، له ۱۳۸۲ کال وروسته په افغانستان کې هم د اساسي قانون د ارزښتونو د خوندیتوب او ساتنې په موخه اداره جوړه شوې ده.

herawee

له اساسي قانون څخه د خبرواي او اړیکو څانګې رئیس محمد ضیا فرهمند وویل، چې د اساسي قانون بنسټ د بشري حقونو څخه دفاع بلل کېږې. د نوموړي په خبره د اساسي قانون موخه په یو قلمرو کې د خلکو له ازادۍ او حقونو څخه دفاع ګڼل کېږي. د ښاغلي فرهمند په خبره، هغه هېوادونه چې اساسي قانون لري، په نسبي توګه ښه ثبات لري. د نوموړي په خبره، د افغانستان نظام هم پر اساسي قانون ولاړ نظام دی. ښاغلي فرهمند زیاته کړه: « اساسي قانون فردي افکار او خپل سري کړنې په هېڅ صورت نه قبلوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، هر کال د اساسي قانون ملي اونۍ په دغه اداره کې نمانځي.   

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS