درې تنه له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور محاکمه شول

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۲۲:۴۵
adly

دغه درې کسان د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۸ په علني ډول محاکمه شول.

په دغې قضایي ناسته کې، د ماليې وزارت پخوانۍ مرستیال عبدالرزاق د محمد موسی زوی، د جایدادونو او سرمایو پر تصدۍ د نظارت امر جان محمد د خان محمد زوی او د تصدۍ د محاسبې مدیر حزب الله د حفیظ الله زوی محاکمه شول.

د یادې شوې ناستې قضایي پلاوي، نوموړي کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې په تور د جزا کود د ۱۷ او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۰۹ مادې په رعایتولو د همدې قانون د ۲۵۸ مادې مطابق په ۱۲ـ۱۲ زره افغانیو نقدي جریمه محکوم او مجازات کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS