لویې څارنوالۍ د ځینو وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو د جنډر له مسؤولانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۶:۱
gender

په دغه ناسته کې د لویې څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړنو د مخنیوي مرستیالۍ مشاور عبدالحمید صمدي، د یادې مرستیالۍ ځینو کارکوونکو، د اطلاعاتو او فرهنګ، معدنونو او پطرولیم وزارتونو، د سترې محکمې، د امنیت شورا دفتر، هوانوردۍ، کابل شاروالۍ، ولسي جرګې او مشرانو جرکې د جنډر مسؤولانو ګډون کړی و.

یاده ناسته د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۶ د حقونو د پراختیا نړیوال سازمانIDLO)) په همکارۍ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي مرستیالۍ د ناستو په تالار کې وشوه.

په لویه څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي مرستیالۍ مشاور عبدالحمید صمدي، له لویې څارنوالۍ سره د یادو ادارو د جندر څانګو همغږي کول او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون، د ښځو د ځورونې د مخینوي قانون او همداراز په جزا کود کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون اړوند د ځينو مادو په اړه پوهاوی د یادې ناستې موخه وبلله.

د ښاغلي صمدي په خبره، تمه ده چې لویه څارنوالي به په نږدې راتلونکو کې په وزارتونو او بېلابېلو ادارو کې ورته پروګرامونه جوړ کړي.

له بلې خوا د معدنونو او پطرولیم وزارت د جنډر امرې خدیجې کاظمي وویل، چې ورته پرګرامونه په ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې کمولو لپاره ښه لارښوونه کولای شي. همداراز د سترې محکمې د جنډر مسؤولې شهلا احمدي دا ناسته ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې ورته ناستې په ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې اغیزناک رول لوبولای شی. 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS