د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین په اعدام محکوم شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۵:۱۵
ago

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د کابل نیوز د خبریال د وژنې قضیه له بشپړې څېړنې وروسته محکمې ته واستوله او د یادې قضیې عاملین یې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۷ د جزا کود د ۲۶۷ مادې له مخې په اعدام محکوم کړل.

عبدالمنان ارغند په یوه ترورېستي حمله کې تېر کال په کندهار کې ووژل شو. د نوموړي له وژنې سره سم لویې څارنوالۍ کشفي او امنیتي ادارو ته هدایت ورکړ، تر څو د یادې قضیې عاملین تر پېژندلو وروسته ونیسي او دوسیه یې څارنوالۍ ته واستوي. کشفي ادارو د اړونده قضیې په تور دوه کسان نیولې او له څېړنې وروسته یې دوسیه د کندهار استیناف څارنوالۍ ته واستوله.

په ورته مهال کې د عبدالمنان کورنۍ او د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسیون غوښتنه وکړه، چې د نوموړي دوسیه دې په کابل کې وڅېړل شي. د دوی د غوښتنو او د لویې څارنوالۍ د هدایت پر بنسټ یاد تورن او د دوی دوسیې کابل ته انتقال شول او د محکمې له خوا چې په دغه قضیه کې یې مستقیم لاس درلود د ۱۳۹۷ کال د وري پر ۱۷ په اعدام محکوم شول.

لویه څارنوالي د بیان ازادۍ او د خبریالانو ملاتړ ته ژمنه ده او یو ځل بیا ډاډ ورکوي، چې د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي قضیې به جدي او پرېکنده توګه وڅېړي او د ورته قضیو عاملین به د عدل او انصاف اصل په رعایتولو د قانون د احکامو له مخې د قانون منګولو ته وسپاري.

 دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي تر ۵۰ زیاتې قضیې څېړلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS