د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربع کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د ثبت کچه دوه چنده شوی ده

ago_admin
جمعه ۱۳۹۸/۳/۱۰ - ۱۲:۱
png

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي چارو کې د لویې څارنوالۍ د مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړۍ ربع کې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو زر او ۱۰۶ قضیې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې دوه زره او ۱۰۷ قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې ۵۶۱ یې د همدې کال د لومړۍ ربعې اړونده دي.

یادې شمېرې ته په کتو، د تېر مالي کال د لومړۍ ربعې په نسبت د روان کال په لومړۍ ربع کې ۵۴۵ قضیې زیاتې شوې دي.

دا قضیې د بېلابېلو مواردو لکه د جنسي تېري، فحشا ته مجبورولو، د مجني علیها د هویت ثبت او ظبطولو، د کمیاوي، زهري او زیان اړوونکو موادو د استعمال یا سوځولو چې د مجني علیها د معلولیت او مرګ سبب شوې وي، د جراحت او معلولیت، د واده د حق مخنیوي، د قانوني عمر تر بشپړاوي مخکې د واده، سپکو سپورو، سپکاوي، وېرولو، ځورونې، جبري انزوا او د ملکیت او میراث نه ورکولو په اړه دي.

په ۵۹۱ مواردو کې د یادو ثبت شویو قضیو څخه (وهل ټکول) د ښځو پر وړاندې تر ټولو سخت تاوتریخوالی ښیي.

په دغه راپور کې همداراز راغلي دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د شمېر لوړوالی د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیات والي په مانا نه دی، بلکې عدالت ته د ښځو او لویې څارنوالۍ د لاسرسي د زمینې برابرونې په مانا دی. د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالیو جوړونه او د لویې څارنوالۍ په تشکیل کې د ښځو ونډه له ۳ سلنې څخه څه باندې ۲۰ سلنې ته زیاتول، عدالت ته د ښځو د لاسرسي د زمینې برابرونې ښې بیلګې دي.

پر دې سربېره، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په دوو وروستیو کلنو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د لاسرسي په برخه کې د مرستیالې، د ۱۵ ښځینه رئیسانو او په ۳۲ ولایتونو کې د ښځینه څارنوالانو ټاکل د یادونې وړ دي.

د یادو مواردو تر څنګ، د لویې څارنوالۍ رهبري د خپلو دوامداره هڅو په واسطه توانېدلې، د ولسوالیو په کچه ۶۰ څارنوالۍ چې له آتو تر لسو کالو غیرفعالې وې، فعالې کړې.

د لویې څارنوالۍ اداره تل هڅه کوي، چې په تشکیل کې د جنډر په مرعاتولو، د هېوادوالو ټولې ثبت شوې قضیې پر وخت او په پوره شفافیت سره وڅېړي.

له هغه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، د خپلې عدلي کړنلارې له لارې د هېوادوالو د حقونو او ازادیو دفاع خپل بنسټیز مسؤولیت ګڼي؛ په همدې موخه یې په خپل کاري لومړیتوب کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړنې ته هم ځای ورکړی دی.    

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS