په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ په درېیو تېرو میاشتو کې ۱۲۱۰ قضیې څېړلې دي

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۶ - ۱۰:۱
ago

په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ مالي کال په دوه یمه ربع کې، یادې مرستیالۍ یو زر او ۲۱۰ جنایي قضیې څېړلې دي.

د یاد راپور له مخې، ۶۰۸ قضیې د صورت دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته استول شوې، چې د ۲۲۵ قضیو په اړه همدې محکمې او د ۸۳ نورو په اړه استیناف محکمې پرېکړه کړې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې ۱۳۹ قضیې بېلابېلو مراجعو ته استول شوې، ۵۱ د نېمګړیو دلیلونو له امله اړونده مراجعو ته مستردې او ۹۵ نورې د مناسبو دلائېلو له امله ساتل شوې دي.

په یاد راپور کې همداراز څرګنده شوې، چې ۶۵ قضیې د اشخاصو، ۱۵ نورې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو او ۱۶ د دوکې، جعل او تزویر، رشوت او غلا  په اړه دي.

په یاد شوي راپور کې د قضیو د راغلي تعداد له مخې، د نغدي جريمې، اختلاس، نشه یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه چې په نغدي جریمه محکوم شوي، پنځه میلیونه او۸۳۱ زره او ۳۹ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوي دي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS