د لویې څارنوالۍ د عسکري برخې د ۹۶مسلکي  بستونو ازموینه واخېستل شوه

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۱۷:۵۵
exam

یادو شمېر بستونو ته د ښځو په ګډون شاو خوا درې زره کسانو غوښتنلیکونه سپارلې و، چې له دې جملې څخه ۵۵۷ کسان په شرایطو برابر او ویې کولای شو، چې په دغې ازموینه کې سیالي وکړي.

دا ازموینه د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، د کورني او بهرني امنیت څارنوالۍ رئیس شمس الله احمدزي، د کنترول او مراقبت عمومي رئیس محمد نواب احمدزي، عسکري چارو کې له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالۍ رئیس عبدالقیوم نظامي، د مسلکي زده کړو رئیس عزیز الله فصیحي او د یادې ادارې د ځینو نورو رئیسانو په حضور کې، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۳ واخېستل شوه.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه پروګرام کې وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ په محکمو کې د جرمونو د څېړنې او د دعوې د اقامې واک لري. نوموړي زیاته کړه: «همدې ټکو ته په پاملرنې سره لویې څارنوالۍ تل هڅه کړې، چې د ازادې سیالۍ له لارې تجربه لرونکي، ژمن او وړ کسان په دندو وګماري.»

ارغون

ښاغلي ارغون زیاته کړه، پروسږ کال هم لویې څارنوالۍ په درېیو ازموینو کې وکړای شو، د ازادې سیالۍ له لارې د مرکز او ۳۴ ولایتونو د استیناف څارنوالیو او نظامي کدر پرسونل په اداري او مسلکي برخو کې وړ کسان په امتیازي معاشاتو سره په دندو وګماري.

ښاغلي ارغون د ورته ازموینو د اخېستو موخه، د قانون د تطبیق په برخه کې د عدلي خدمتونو د بهیر ښه والی او د ژمنو، وړ او ظرفیت لرونکو کسانو پېژندنه وبلله او ویې ویل، تر هغه چې په دغې اداره کې د حقوقي پوهې کچه لوړه نه کړو؛ نه به عدالت تأمین شي او نه به قانون پلی کړای شو. نوموړي د ازموینې د شفاف بهیر او د نمرو د ورکړې په اړه وویل، د یادې پروسې د شارټلېسټ، د پوښتنو د ترتیب او برابرونې لپاره کمېټې ټاکل شوې وې او د شکایتونو د اورېدو لپاره به هم د پایلو تر اعلان وروسته کمېټه ټاکل کېږي.

ښاغلي ارغون د ازموینې له ګډونوالو وغوښتل، چې د ازمویني په پای کې پخپلو کې درې کسان د استازو په توګه د پارچو د کتنې بهیر د نظارت لپاره د ازموینې کمېټې ته وروپېژني.

د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت په دغه پروګرام کې وویل، چې دا کسان په اړونده برخو کې د تقاعد شویو څارنوالانو پر ځای او د ۱۳۹۸ کال د تشکیل په زیات شویو بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په شفاف ډول ګمارل کېږي. نوموړې د خپلو خبرو په دوام سره ګډونوالو ته وویل: «تاسو به د قانون د تطبیق او عدالت د تأمین په برخه کې لوی رسالت په غاړه ولرئ.»

naser himat

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالي د څو کلونو راپدې خوا د وړ او استعداد لرونکو کسانو د ګمارنې په موخه، خپل بستونه ازادې سیالۍ ته ورکوي.   

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS